news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

د افغانستان په اړه سیمه‌ ییزه او اروپايي اجماع؛ الماتي د مهمو ډیپلوماټیکو بحثونو کوربه و

د افغانستان په اړه سیمه‌ ییزه او اروپايي اجماع؛ الماتي د مهمو ډیپلوماټیکو بحثونو کوربه و

د افغانستان په اړه سیمه‌ ییزه او اروپايي اجماع؛ الماتي د مهمو ډیپلوماټیکو بحثونو کوربه و

بریانیوز- سه شنبه ٢۶ جوز ١٤٠٥


د قزاقستان په الماتي ښار کې د مرکزي اسیا د هېوادونو او اروپايي ټولنې استازو د افغانستان د روان وضعیت، د هغه د سیمه‌ییزو اغېزو او د نړیوالې همکارۍ د پراختیا په اړه پراخې خبرې اترې کړې دي

د قزاقستان د بهرنیو چارو وزارت په وینا، دغه غونډه د افغانستان په تړاو د اروپايي ټولنې او د مرکزي اسیا د هېوادونو د ځانګړو استازو او استول شوو چارواکو د سلا مشورو اتم پړاو و، چې د دوشنبې په ورځ ترسره شو

په غونډه کې ګډونوالو افغانستان د سیمې د امنیت او ثبات له مهمو موضوعاتو څخه وباله او ټینګار یې وکړ چې د دغه هېواد وضعیت لا هم د نړیوالې ټولنې د پام وړ مسئله ده

د ناستې پر مهال د امنیتي ګواښونو، د پولې هاخوا ننګونو، بشري وضعیت او د نړیوالو همکاریو د پیاوړتیا پر اړتیا بحثونه وشول

استازو همداراز د افغانستان د ثبات لپاره د همغږو سیمه‌ییزو او نړیوالو هڅو پر ارزښت ټینګار وکړ او ویې ویل چې د دوامدار امنیت او اقتصادي پرمختګ لپاره د ګډو اقداماتو اړتیا تر بل هر وخت زیاته ده

څارونکي باور لري چې د افغانستان په اړه د داسې غونډو دوام د دې ښکارندویي کوي چې د سیمې او نړۍ هېوادونه لا هم د دغه هېواد بدلونونه له نږدې څاري او د راتلونکو تحولاتو په اړه ګډې تګلارې لټوي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto