یونیسف: افغانستان د ماشومانو د خوارځواکۍ له بې ساري بحران سره مخ دی
بریانیوز- سه شنبه ٢۶ جوز ١٤٠٥
یونیسف خبرداری ورکړی چې افغانستان د ماشومانو د خوارځواکۍ له یوه ژور او مخ په پراخېدونکي بشري بحران سره مخ دی؛ داسې بحران چې د میلیونونو ماشومانو او میندو ژوند یې له جدي ګواښ سره مخ کړی دی
د یونیسف د اټکلونو له مخې، په ۲۰۲۶ کال کې به نږدې ۳.۷ میلیونه ماشومان او له یو میلیون څخه زیاتې امیندوارې او شیدې ورکوونکې میندې د شدیدې
خوارځواکۍ له ستونزې سره مخامخ شي. دغه بنسټ وایي، د مرستو د کمېدو او د نړیوالې بودیجې د کموالي له امله په هېواد کې سلګونه روغتیايي مرکزونه خپل فعالیتونه درولي دي
د راپور له مخې، د بودیجې د سخت کمښت له امله شاوخوا ۸۰۰ روغتیايي مرکزونه تړل شوي، چې له امله یې په لرې پرتو سیمو کې میلیونونه کسان له حیاتي روغتیايي خدمتونو بېبرخې شوي دي
یونیسف ټینګار کوي چې د روغتیايي خدمتونو محدودېدل او د خوړو نهشتوالی تر ټولو ډېر زیان ماشومانو او میندو ته رسوي او که بېړنۍ نړیواله مرسته ونه رسېږي، د بشري ناورین کچه به لا پراخه شي
د بشري چارو شنونکي وایي، د افغانستان د روغتیا او خوړو وضعیت په وروستیو کلونو کې له سختو ننګونو سره مخ شوی او د نړیوالو مرستو کمېدل د میلیونونو اړمنو کورنیو لپاره اندېښنې نورې هم زیاتوي
یونیسف له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د افغانستان د روغتیا او تغذیې پروګرامونو ملاتړ ته دوام ورکړي، څو د ماشومانو او میندو د ژوند ژغورلو لپاره اړینې مرستې پر وخت ورسېږي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1685
-
اخبار افغانستان
787
-
مقاله
426
-
سیاست
117
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl