د لبنان ولسمشر: د ایران او امریکا هوکړه د منځني ختیځ لپاره د هیلې نوی څرک دی
بریانیوز- سه شنبه ٢۶ جوز ١٤٠٥
د لبنان ولسمشر جوزف عون د ایران او امریکا ترمنځ د وروستۍ هوکړې هرکلی کړی او دغه پرمختګ یې د سیمې د کړکېچونو په منځ کې د هیلې یو نوی څرک بللی دی
نوموړي ویلي، دغه توافق کولی شي د اوږدمهالو سیاسي او امنیتي ترینګلتیاوو د کمېدو لپاره مهم بدلون رامنځته کړي او د تاوتریخوالي پر ځای د ډیپلوماټیکو حللارو دروازه پراخه کړي
هغه ټینګار کړی چې د سیمې د ستونزو حل یوازې د خبرو اترو، متقابل درناوي او رغنده تعامل له لارې ممکن دی، او د شخړو دوام د ټولو هېوادونو لپاره زیانمنې پایلې لري
د لبنان ولسمشر زیاته کړې، که دا هوکړه په عملي ډول پلي شي، نو دا به نه یوازې د ایران او امریکا ترمنځ اړیکو ته نوی لوری ورکړي، بلکې د منځني ختیځ د عمومي امنیت او ثبات لپاره به هم یو مهم پړاو ثابت شي
دا څرګندونې په داسې حال کې مطرح کېږي چې د سیمې هېوادونه د نوو ډیپلوماټیکو بدلونونو اغېزې له نږدې څاري او د راتلونکو تحولاتو په اړه بېلابېل تمې موجودې دي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1685
-
اخبار افغانستان
790
-
مقاله
428
-
سیاست
119
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl