news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

شپږیزې لیګ : راشد خان د شپږیزې لیګ لپاره هېواد ته راستون شو؛ سبا به د سپین غر لوبډلې لپاره لومړۍ لوبه وکړي

شپږیزې لیګ : راشد خان د شپږیزې لیګ لپاره هېواد ته راستون شو؛ سبا به د سپین غر لوبډلې لپاره لومړۍ لوبه وکړي

شپږیزې لیګ : راشد خان د شپږیزې لیګ لپاره هېواد ته راستون شو؛ سبا به د سپین غر لوبډلې لپاره لومړۍ لوبه وکړي

بریانیوز- شنبه، ١۳ سرطان ١٤٠٥

د افغانستان کرېکټ بورډ چارواکو تایید کړې چې د ملي کرېکټ لوبډلې مخکښ لوبغاړی راشد خان هېواد ته راستون شوی او د شپږیزې کرېکټ لیګ په یوولسم پړاو کې به د سپین غر لوبډلې په ګټه ولوبېږي

د کرېکټ بورډ د معلوماتو له مخې، راشد خان به سبا د بُست ساتونکو پر وړاندې د سپین غر لوبډلې لپاره خپله لومړۍ لوبه ترسره کړي. د نوموړي ګډون د روانې سیالۍ د مینه‌والو ترمنځ پراخه لېوالتیا راپارولې ده

د شپږیزې کرېکټ لیګ سیالۍ، چې د بند امیر، سپین غر، مس عینک، امو نهنګان او بُست ساتونکي لوبډلې پکې برخه لري، دوه ورځې وړاندې د خوست په نړیوال کرېکټ لوبغالي کې پیل شوې

ورزشي شنونکي باور لري، د راشد خان ګډون به د سپین غر لوبډلې ځواک نور هم پیاوړی کړي او د سیالیو کچه به لا سیاله او په زړه پورې کړي. تمه کېږي چې زرګونه کرېکټ مینه‌وال د هغه د لومړۍ لوبې نندارې ته لوبغالي ته ولاړ شي او یا یې د رسنیو له لارې تعقیب کړي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto