news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

ولسمشرټرمپ: د ایران پوځي وړتیاوې مو په شاوخوا شپږو میاشتو کې کمزورې کړې

ولسمشرټرمپ: د ایران پوځي وړتیاوې مو په شاوخوا شپږو میاشتو کې کمزورې کړې

ولسمشرټرمپ: د ایران پوځي وړتیاوې مو په شاوخوا شپږو میاشتو کې کمزورې کړې

 بریانیوز/ شنبه  ( ۱۰ / اسد /۱۴۰۵هـ.ش)

واشنګټن – د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې د ایران پر وړاندې د پوځي عملیاتو له لارې یې هېواد د دغه هېواد پوځي وړتیاوې په نږدې شپږو میاشتو کې کمزورې کړې دي

ټرمپ د افغانستان او ویتنام له جګړو سره د ایران پر وړاندې د پوځي اقداماتو د پرتله کولو پر مهال ویلي، هغه جګړې کلونه وغځېدې، خو د ایران پر وړاندې عملیاتو په لنډه موده کې خپلې اصلي موخې ترلاسه کړې

د امریکا ولسمشر ادعا کړې چې د واشنګټن پوځي اقداماتو د ایران پوځي ځواک ته د پام وړ زیان رسولی او د عملیاتو پایلې یې د تېرو اوږدمهالو جګړو په پرتله چټکې وې

خو د ایران حکومت تر اوسه د دغو څرګندونو په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی او د دواړو هېوادونو ترمنځ د پوځي او سیاسي ترینګلتیا په اړه بحثونه لا هم دوام لري

افغانستان او ویتنام هغه دوه جګړې دي چې د امریکا پوځي حضور پکې د اوږدې مودې لپاره دوام وکړ؛ د افغانستان جګړه نږدې شل کاله روانه وه، په داسې حال کې چې د ویتنام جګړې هم څو لسیزې اغېزې لرلې

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto