انتونیو ګوترش: په منځني ختیځ کې شپږ میاشتې جګړې د نړۍ ثبات ته ګواښ پېښ کړی
بریانیوز/ شنبه ( ۱۰ / اسد /۱۴۰۵هـ.ش)
نیویارک – د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترش خبرداری ورکړی چې په منځني ختیځ کې د پوځي نښتو شپږ میاشتنی زیاتوالی یوازې سیمهییزه شخړه نه ده پاتې شوې، بلکې د نړۍ د بېثباتۍ پر یوه مهم عامل بدله شوې ده
ګوترش د جمعې په ورځ وویل، د منځني ختیځ روان کړکېچ د سیمې له پولو اوښتی او د نړیوال امنیت لپاره یې جدي اندېښنې رامنځته کړې دي
د ملګرو ملتونو عمومي منشي ټینګار وکړ چې منځنی ختیځ د یوې بلې جګړې د زغملو توان نه لري او له ټولو اړخونو یې وغوښتل چې د تاوتریخوالي د کمولو او د ستونزو د سیاسي حل لپاره هڅې وکړي
هغه خبرداری ورکړ چې د جګړو دوام به د سیمې پر خلکو سربېره، د نړۍ پر امنیت، اقتصاد او ثبات هم منفي اغېزې ولري
په منځني ختیځ کې وروستیو میاشتو کې د پوځي شخړو پراخېدو نړیوالې اندېښنې زیاتې کړې دي، او ملګرو ملتونو تر دې مخکې هم د جګړو د پراخېدو د مخنیوي غوښتنه کړې وه
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1737
-
اخبار افغانستان
889
-
مقاله
617
-
سیاست
233
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl