اسلام آباد: په افغانستان کې مېشت پاکستاني محصلین د تورخم له لارې د ستنېدو لپاره د اسانتیاوو غوښتنه کوي
اسلام آباد: په افغانستان کې مېشت پاکستاني محصلین د تورخم له لارې د ستنېدو لپاره د اسانتیاوو غوښتنه کوي
بریانیوز/ شنبه ( ۱۰ / اسد /۱۴۰۵هـ.ش)
افغانستان کې پر زدهکړو بوخت شاوخوا ۹۱۳ پاکستاني محصلینو په کابل کې د پاکستان له سفارت څخه غوښتي چې د تورخم له لارې پاکستان ته د دوی د بېرته ستنېدو لپاره ژر تر ژره اړینې اسانتیاوې برابرې کړي
د راپورونو له مخې، دغو محصلینو له سفارت څخه غوښتنه کړې چې د سفر د اسنادو، د تګ راتګ د همغږۍ او د تورخم له لارې د اوښتو بهیر چټک کړي، څو وکولای شي پرته له ځنډه خپل هېواد ته ستانه شي
ویل کېږي، ډېری دغه محصلین د افغانستان په بېلابېلو پوهنتونونو او د لوړو زدهکړو په مرکزونو کې پر زدهکړو بوخت دي او د پولې د تګ راتګ له ستونزو سره مخ شوي دي
تر اوسه په کابل کې د پاکستان سفارت د دغې غوښتنې په اړه رسمي څرګندونې نه دي کړې او دا هم نه ده معلومه چې د محصلینو د بېرته ستنېدو لپاره به کوم ځانګړي تدابیر ونیول شي
تورخم د افغانستان او پاکستان ترمنځ له مهمو سرحدي لارو څخه شمېرل کېږي او د دواړو هېوادونو د وګړو او سوداګریزو توکو د تګ راتګ لویه برخه له همدې لارې ترسره کېږي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1737
-
اخبار افغانستان
889
-
مقاله
617
-
سیاست
234
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl