افغان کډوال: د افغان کډوالو ستنېدو لړۍ؛ په یوه ورځ له پاکستان او ایرانه له ۲ زرو ډېر کسان هېواد ته راستانه شول
افغان کډوال: د افغان کډوالو ستنېدو لړۍ؛ په یوه ورځ له پاکستان او ایرانه له ۲ زرو ډېر کسان هېواد ته راستانه شول
بریانیوز/دو شنبه ( ۱۲ / اسد /۱۴۰۵هـ.ش)
کابل – د افغان کډوالو د ستنېدو لړۍ لا هم دوام لري؛ رسمي معلومات ښيي چې یوازې په یوه ورځ کې ۴۱۳ افغان کورنۍ، چې شمېر یې ۲ زره ۱۸۳ کسانو ته رسېږي، له پاکستان او ایران څخه افغانستان ته بېرته ستنې شوې دي
د معلوماتو له مخې، د راستنېدونکو ډېره برخه د تورخم له لارې هېواد ته داخله شوې ده. په دې لړ کې ۳۶۳ کورنۍ د تورخم، ۳۲ کورنۍ د سپینبولدک او ۱۸ نورې کورنۍ د اسلامقلعې له لارې افغانستان ته اوښتې دي
خو بېرته ستنېدونکي کډوال وایي، له اوږده کډوالۍ وروسته هېواد ته په راتګ سره د ژوند د لومړنیو اړتیاوو برابرول ورته لویه ننګونه ده. ډېری کورنۍ د اوسېدو ځای، د کار فرصتونو او د خپلو ماشومانو د زدهکړو د دوام په برخه کې له ستونزو سره مخ دي
د بشري حقونو او مرستندویو نړیوالو بنسټونو له کوربه هېوادونو غوښتي چې د افغان کډوالو د ایستلو پر مهال د بشري اصولو درناوی وکړي او ډاډ ترلاسه کړي چې د هغوی ستنېدل په خوندي او باعزته ډول ترسره کېږي
افغانستان ته د کډوالو د ستنېدو زیاتېدونکې لړۍ په داسې حال کې روانه ده چې هېواد لا هم له اقتصادي ستونزو او د بېځایه شویو کورنیو د ملاتړ له محدودو امکاناتو سره مخ دی
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1738
-
اخبار افغانستان
892
-
مقاله
620
-
سیاست
235
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl