news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

دتورخم پوله : د نږدې یو کال وروسته بې‌ سارې پرېکړه؛ پاکستان یوې افغانې مور او ناروغ ماشوم ته د ویزې پرته د اوښتو اجازه ورکړه

دتورخم  پوله : د نږدې یو کال وروسته بې‌ سارې پرېکړه؛ پاکستان یوې افغانې مور او ناروغ ماشوم ته د ویزې پرته د اوښتو اجازه ورکړه

دتورخم  پوله : د نږدې یو کال وروسته بې‌ سارې پرېکړه؛ پاکستان یوې افغانې مور او ناروغ ماشوم ته د ویزې پرته د اوښتو اجازه ورکړه

 بریانیوز/دو شنبه  ( ۱۲ / اسد /۱۴۰۵هـ.ش)

تورخم – پاکستاني سرحدي چارواکو د بشري حقونو د یوه سازمان په غوښتنه یوې افغانې مور او د هغې ناروغ ماشوم ته اجازه ورکړې چې د ویزې له لرلو پرته د تورخم له لارې پاکستان ته واوړي

د راپورونو له مخې، دا په تېرو شاوخوا ۱۱ میاشتو کې لومړی ځل دی چې پاکستاني چارواکي د انساني او روغتیايي دلایلو پر بنسټ یوه افغانه مور او د هغې ناروغ ماشوم ته له ویزې پرته د اوښتو اجازه ورکوي

ویل کېږي، د ماشوم د روغتیايي وضعیت له امله د پاکستان د بشري حقونو یوه سازمان له اړوندو ادارو د بېړنۍ همکارۍ غوښتنه کړې وه، چې ورپسې د سرحدي ځواکونو له لوري د استثنايي اجازې پرېکړه وشوه

دا پرېکړه په داسې حال کې شوې چې په وروستیو میاشتو کې د تورخم پر دروازه د تګ راتګ شرایط سخت شوي او له قانوني اسنادو پرته د مسافرو د اوښتو اجازه په ډېر کم شمېر مواردو کې ورکړل شوې ده

د بشري حقونو فعالان وایي، په بېړنیو طبي پېښو کې دا ډول انساني چلند کولی شي د ناروغانو د ژوند ژغورلو ترڅنګ د سرحدي تګ راتګ پر مهال د بشري اصولو د رعایت لپاره هم یو مثبت ګام وګڼل شي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto