news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

میاں افتخار: ولس ته دې وویل شي، له طالبانو سره د واک د انتقال څه تړون شوی و؟

میاں افتخار: ولس ته دې وویل شي، له طالبانو سره د واک د انتقال څه تړون شوی و؟

میاں افتخار: ولس ته دې وویل شي، له طالبانو سره د واک د انتقال څه تړون شوی و؟

 بریانیوزچهار شنبه ( ۲۶ / اسد /۱۴۰۵هـ.ش)

پېښور – د عوامي نشنل ګوند د پښتونخوا ایالتي مشر میاں افتخار حسین له پاکستاني چارواکو غوښتي چې ولس ته روښانه کړي، د طالبانو د بیا واکمنېدو پر مهال له دې ډلې سره څه ډول هوکړه شوې وه او ولې اوس هېڅوک د هغې د مسوولیت منلو ته چمتو نه دي

میاں افتخار حسین ویلي، د طالبانو د واک ته رسېدو په بهیر کې باید د پاکستان د رول او د هغه وخت د پرېکړو په اړه ولس ته بشپړ معلومات وړاندې شي

نوموړي پوښتنه کړې چې که له طالبانو سره د واک د انتقال یا د افغانستان د راتلونکي په اړه کومه هوکړه شوې وه، نو ولې یې جزیات له خلکو پټ ساتل کېږي او ولې اوس د هغې د پایلو مسوولیت څوک نه مني

د عوامي نشنل ګوند دغه مشر ټینګار کړی چې د افغانستان او پاکستان اوسني ترینګلي وضعیت د دواړو هېوادونو پر ولسونو، په ځانګړي ډول د سرحدي سیمو پر خلکو، دروند فشار راوستی دی

هغه ویلي، د تېرو پرېکړو په اړه د حقیقت روښانه کول کولای شي د اوسنیو ستونزو د لاملونو په درک کې مرسته وکړي او د راتلونکې لپاره د مناسبو تګلارو زمینه برابره کړي

د میاں افتخار څرګندونې په داسې مهال کېږي چې د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ اړیکې د امنیتي اختلافاتو، د تحریک طالبان پاکستان د موضوع او سرحدي ستونزو له امله له جدي ترینګلتیا سره مخ دي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto