news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار: د افغانستان او پاکستان کړکېچ د هند او پاکستان د سیالۍ انعکاس دی

د حزب اسلامي مشر ګلبدین  حکمتیار: د افغانستان او پاکستان کړکېچ د هند او پاکستان د سیالۍ انعکاس دی

د حزب اسلامي مشرحکمتیار: د افغانستان او پاکستان کړکېچ د هند او پاکستان د سیالۍ انعکاس دی

 بریانیوزچهار شنبه ( ۲۶ / اسد /۱۴۰۵هـ.ش)

کابل – د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار وايي، د طالبانو او پاکستان ترمنځ روان کړکېچ باید یوازې د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ د اختلاف په توګه ونه کتل شي؛ بلکې د هغه په باور، د دې شخړې تر شا د هند او پاکستان پراخه سیاسي او امنیتي سیالي هم اغېز لري

حکمتیار ویلي، هغه کسان چې اوسنی وضعیت یوازې د پاکستان او یوې افغان ډلې ترمنځ جنجال ګڼي، د ده په وینا، د سیمې له پراخو سیاسي واقعیتونو سترګې پټوي. نوموړي ادعا کړې چې د هند او پاکستان ترمنځ پخوانۍ سیالي په بېلابېلو پړاوونو کې د افغانستان پر وضعیت اغېز کړې او اوس هم د دواړو هېوادونو اختلافات د افغانستان په شرایطو کې خپل انعکاس لري

د حزب اسلامي مشر ټینګار کړی چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ روانې ترینګلتیاوې د جګړې او فشار له لارې نه شي هوارېدای او د دې وضعیت دوام کولای شي د دواړو هېوادونو پر خلکو، اقتصاد او سیمه‌ییز ثبات نورې منفي اغېزې ولري

د افغان کډوالو پر ایستلو نیوکه

حکمتیار د افغان کډوالو د جبري ایستلو په اړه هم سخت غبرګون ښودلی او دا یې د پاکستان لپاره «لویه تاریخي تېروتنه» بللې ده

هغه ویلي، د افغان کډوالو په زور ستنول، د هغوی پر وړاندې فشارونه او د کورونو نړول نه یوازې د زرګونو کورنیو ژوند له ستونزو سره مخ کوي، بلکې د دواړو هېوادونو ترمنځ د خلکو تاریخي اړیکې هم زیانمنوي

نوموړي ادعا کړې چې د افغان کډوالو جبري ستنول د پاکستان ستونزې نه شي حل کولای او برعکس، د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ واټن لا زیاتوي

حکمتیار ویلي، د کډوالو پر وړاندې د فشارونو زیاتول او د هغوی په اړه سخت دریځ غوره کول په نهایت کې هغه هېوادونو ته ګټه رسولای شي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اختلافاتو له زیاتېدو سره خپلې سیمه‌ییزې ګټې ویني

د هغه څرګندونې په داسې مهال کېږي چې د کابل او اسلام‌اباد اړیکې د امنیتي اندېښنو، سرحدي اختلافاتو او د افغان کډوالو د جبري ستنولو له امله له سخت ترینګلي پړاو سره مخ دي. د دواړو لورو ترمنځ د متقابلو تورونو تر څنګ، د کړکېچ د کمولو لپاره د سیاسي خبرو او د ستونزو د سوله‌ییز حل غوښتنې هم زیاتې شوې دي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto