news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

ټرمپ: له ایران سره اوس د خبرو هېڅ پلان نشته

ټرمپ: له ایران سره اوس د خبرو هېڅ پلان نشته

ټرمپ: له ایران سره اوس د خبرو هېڅ پلان نشته

 بریانیوزچهار شنبه ( ۲۶ / اسد /۱۴۰۵هـ.ش)

 د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، په اوسني وخت کې له ایران سره د مذاکراتو لپاره هېڅ ډول پلان نشته او د تهران او واشنګټن ترمنځ د خبرو کومه نوې ناسته هم نه ده ټاکل شوې

ټرمپ پر «ټروټ سوشل» لیکلي چې د ایران پر وړاندې د امریکا سمندري محاصره لا هم روانه ده او د هغه په وینا، د هرمز تنګی هم پرانیستی دی

نوموړي په داسې حال کې د مذاکراتو د نه پلانېدو خبره کړې چې د هغه زوم، جرد کوشنر، دوه ورځې وړاندې له تهران سره د ترسره شوو خبرو په اړه مثبت نظر څرګند کړی و

امریکايي سرچینې وايي، ټرمپ اوس غواړي د نوي احتمالي تړون په اړه له تهران څخه د جدي چمتووالي او څرګند دریځ څرګندېدو ته انتظار وکړي

د امریکا او ایران ترمنځ د خبرو د راتلونکي په اړه دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د هرمز تنګي، امنیتي مسایلو او د احتمالي نوي تړون پر سر اختلافات لا هم دوام لري. د هرمز تنګي وضعیت د نړیوالې انرژۍ او سوداګرۍ لپاره هم مهم بلل کېږي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto