ملګري ملتونه: پر سوریه د اسرائیلو هوايي بریدونه باید ودرول شي
بریانیوزچهار شنبه ( ۲۶ / اسد /۱۴۰۵هـ.ش)
نیویارک – ملګرو ملتونو په سوریه کې د اسرائیلو وروستي هوايي بریدونه په کلکه غندلي او ویلي یې دي چې دا ډول بریدونه د سوریې د حاکمیت او هوايي حریم جدي سرغړونه ده
د ملګرو ملتونو ویاند سټیفن دوجاریک ویلي، پر سوریه د اسرائیلو هوايي بریدونه باید سمدستي ودرول شي. نوموړي ټینګار کړی چې د سوریې ځمکنۍ بشپړتیا او حاکمیت باید درناوی شي
د راپورونو له مخې، اسرائیلي الوتکو د سوریې د ادلب ولایت په ابوظهور هوايي اډه بریدونه کړي دي. اسرائیلي چارواکي ادعا کوي چې په دغو بریدونو کې یې د ترکي ځواکونو پرمختللي پوځي سیستمونه په نښه کړي دي
د اسرائیلو د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو دفتر ویلي، د سوریې په شمال کې د ترکیې د پوځي حضور زیاتېدل د اسرائیلو د امنیت لپاره د اندېښنې وړ دي
ملګرو ملتونو په داسې حال کې د بریدونو د درولو غوښتنه کړې چې د سوریې پر خاوره د اسرائیلو پوځي عملیاتو د سیمې د امنیت او ثبات په اړه اندېښنې زیاتې کړې دي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1768
-
اخبار افغانستان
917
-
مقاله
661
-
سیاست
293
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl