news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

نوي ډیلي: له طالبانو سره زموږ تعامل د بشري مرستو پر محور ولاړ دی

نوي ډیلي: له طالبانو سره زموږ تعامل د بشري مرستو پر محور ولاړ دی

نوي ډیلي: له طالبانو سره زموږ تعامل د بشري مرستو پر محور ولاړ دی

 بریانیوزچهار شنبه ( ۲۶ / اسد /۱۴۰۵هـ.ش)

نوي ډیلي – د هند د بهرنیو چارو وزارت په نوي ډیلي کې د طالبانو په سفارت کې د دوی د واکمنۍ د پنځمې کلیزې په مناسبت د جوړو شویو مراسمو کې د خپل حضور دفاع کړې ده

د دغه وزارت ویاند رندیر جیسوال ویلي، له طالبانو سره د هند تعامل تر ډېره پر بشري مرستو او د افغان ولس پر اړتیاوو راڅرخي او په تېره یوه موده کې د دواړو لورو ترمنځ دغه ډول همکارۍ چټکې شوې دي

جیسوال ټینګار کړی چې له طالبانو سره د هند تعامل د افغانانو د بشري اړتیاوو د درک او د مرستو د رسولو په موخه دی

نوي ډیلي په کابل کې خپل دیپلوماتیک ماموریت د سفارت کچې ته لوړ کړی، خو هندي چارواکي وايي چې دغه اقدام د طالبانو د حکومت د رسمي پېژندنې یا له هغوی سره د رسمي اړیکو د لوړولو په معنا نه دی

هند په وروستیو کلونو کې افغانستان ته د درملو، روغتیايي توکو او نورو بشري مرستو د لېږلو ترڅنګ، له کابل سره د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پراختیا هڅې هم کړې دي

بلخوا، پاکستان پر هند او طالبانو تور پورې کړی چې په دغه هېواد کې له وسله والو ډلو سره مرسته کوي، خو نوي ډیلي او طالبان دواړو دغه تورونه رد کړي دي

د هند دا څرګندونې داسې مهال دي چې د افغانستان په اړه د سیمې د هېوادونو ډیپلوماټیک تعاملات زیات شوي او ګڼ هېوادونه هڅه کوي له کابل سره د خپلو اړیکو د ساتلو ترڅنګ، د بشري او امنیتي مسایلو په اړه هم خپل دریځونه روښانه کړي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto