پاکستاني شنونکی: د افغانستان په اړه دې اسلاماباد ملي خبرې پیل کړي
بریانیوزپنجشنبه ( ۲۹ / اسد /۱۴۰۵هـ.ش)
اسلاماباد – د پاکستان د شخړو او امنیتي مطالعاتو د انسټیټیوټ مشر عبدالله خان له حکومت څخه غوښتي چې د افغانستان په اړه د اسلاماباد پر روانې تګلارې ملي بحث پیل کړي
خان ویلي، د پاکستان اوسنی سخت دریځ د طالبانو د حکومت د کمزوري کولو پر ځای، د افغانستان عام خلک له پاکستانه لیرې کوي او د دواړو هېوادونو ترمنځ واټن زیاتوي
د چینایي رسنیو د راپورونو له مخې، نوموړي په یوه اعلامیه کې د افغان کډوالو پر بېرته ستنولو، په ځانګړي ډول د هغو افغان ښځو پر ایستلو نیوکه کړې چې په پاکستان کې زدهکړې کوي یا دندې لري
خان ټینګار کړی چې که د اسلاماباد اختلاف له طالبانو سره وي، نو داسې اقدامات باید ونه شي چې د افغانستان عام ولس د پاکستان پر وړاندې ودروي
نوموړي د افغانستان په اړه د پاکستان سخته تګلاره د دغه هېواد د ګټو او امنیت لپاره زیانمنه بللې او ویلي یې دي چې د اسلاماباد د افغانستان سیاست باید د ملي ګټو، د پاکستان د امنیت او د خپلو امنیتي ځواکونو د ژوند د ساتنې پر بنسټ جوړ شي
هغه ټینګار کړی چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د روانو ستونزو د حل لپاره د فشار پر ځای، سیاسي خبرې او ملي اجماع کولی شي د اوږدمهاله حل لپاره زمینه برابره کړي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1768
-
اخبار افغانستان
919
-
مقاله
665
-
سیاست
294
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl