news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

پاکستان حکومت د عمران خان روغتون ته د لېږدولو د پرېکړې بیاکتنه غواړي

پاکستان حکومت د عمران خان روغتون ته د لېږدولو د پرېکړې بیاکتنه غواړي

پاکستان حکومت د عمران خان روغتون ته د لېږدولو د پرېکړې بیاکتنه غواړي

 بریانیوزپنجشنبه ( ۲۹ / اسد /۱۴۰۵هـ.ش)

اسلام‌اباد – د پاکستان فدرالي حکومت د پخواني لومړي وزیر عمران خان روغتون ته د لېږدولو په اړه د سترې محکمې د پرېکړې د بیاکتنې رسمي غوښتنه کړې ده

د اسلام‌اباد یوه لوړپوړي دولتي چارواکي د سترې محکمې پرېکړه ننګولې او په خپله عریضه کې یې ادعا کړې چې د عمران خان د روغتون ته د لېږدولو حکم د محکمې له قانوني صلاحیت څخه بهر دی

بلخوا، د پاکستان تحریک انصاف ګوند د سترې محکمې پرېکړه مثبت ګام بللی او له هغې یې ملاتړ کړی دی. دغه ګوند ټینګار کړی چې د عمران خان روغتیا او د درملنې حق باید له سیاسي مسایلو جلا وکتل شي

د محکمې د حکم له مخې، د عمران خان د روغتیا د ارزونې او درملنې لپاره به یو ځانګړی طبي بورډ هم جوړېږي، څو د نوموړي روغتیايي وضعیت وڅېړي او د درملنې په اړه لازمې سپارښتنې وکړي

د حکومت له لوري د پرېکړې د بیاکتنې غوښتنه داسې مهال شوې چې د عمران خان د روغتیا او د هغه د درملنې د څرنګوالي موضوع په پاکستان کې له مهمو سیاسي او حقوقي بحثونو څخه ګرځېدلې ده

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto