news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

پاکستان: له طالبانو سره خبرې د ترهګرۍ ضد عملي اقداماتو پورې تړلې دي

پاکستان: له طالبانو سره خبرې د ترهګرۍ ضد عملي اقداماتو پورې تړلې دي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، له طالبانو سره د اسلام‌اباد د خبرو او اړیکو د پرمختګ لپاره د افغان لوري عملي اقدامات مهم دي.

بریانیوز- پنجشنبه ٥ سنبله ١٤٠٥

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر اندرابي وايي، له طالبانو سره د خبرو او پرمختګ دوام د ترهګرۍ پر وړاندې د عملي او مشخصو اقداماتو او د افغان خاورې د نه کارېدو په اړه د طالبانو پر ژمنو پورې تړلی دی.

اندرابي د پنجشنبې په ورځ په یوه خبري غونډه کې وویل، طالبان باید خپلې نړیوالې ژمنې، په ځانګړي ډول د دوحې له چوکاټ څخه راولاړې شوې ژمنې، عملي کړي او ډاډ ورکړي چې د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد د تحریک طالبان پاکستان (TTP) او د بلوچستان د آزادۍ پوځ (BLA) په څېر وسله‌والو ډلو له‌خوا نه کارول کېږي.

نوموړي زیاته کړه چې اسلام‌اباد لا هم له افغان لوري سره د «اداري او بنسټیزو همغږیو» لپاره چمتو دی، خو دا همغږي باید د ترهګرۍ پر وړاندې په مشخصو، عملي او د تایید وړ اقداماتو او همدارنګه د پولې په اغېزمن مدیریت بدله شي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل: «اسلام‌اباد د بنسټیزو همغږیو لپاره چمتو دی، په دې شرط چې دا بهیر د ترهګرۍ پر وړاندې مشخصو او د تایید وړ اقداماتو او د پولې اغېزمن مدیریت ته لار هواره کړي.»

پاکستان له تېرو څو کلونو راهیسې پر طالبانو ټینګار کوي چې هغه وسله‌والې ډلې او پناهځایونه له منځه یوسي چې د اسلام‌اباد په وینا، له افغان خاورې څخه د پاکستان پر ضد د بریدونو لپاره کار اخلي. پاکستاني چارواکي ادعا کوي چې د دوی غوښتنو تر اوسه د پام وړ پایله نه ده لرلې.

بلخوا، د طالبانو چارواکو تل دا ادعاوې رد کړې دي چې ګواکې دوی د پاکستان د مخالفو وسله‌والو ډلو ملاتړ کوي. طالبان وايي، هیچا ته به اجازه ورنه کړي چې د افغانستان خاوره د بل هېواد پر ضد وکاروي.

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto