news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

محمد اشرف غني: د ارګ له محاصرې وروسته مې یوازې دوه دقیقې د وتلو لپاره لرلې

محمد اشرف غني: د ارګ له محاصرې وروسته مې یوازې دوه دقیقې د وتلو لپاره لرلې

محمد اشرف غني: د ارګ له محاصرې وروسته مې یوازې دوه دقیقې د وتلو لپاره لرلې

 بریانیوز پنجشنبه ( ۵/ سنبله /۱۴۰۵هـ.ش)

کابل — د افغانستان پخوانی ولسمشر محمد اشرف غني وايي، د ۲۰۲۱ کال د اګست پر ۱۵مه، کله چې طالبان کابل ته ننوتل او د ارګ شاوخوا وضعیت ترینګلی شو، هغه ته یوازې دوه دقیقې وخت ورکړل شو چې له ماڼۍ ووځي

غني وايي، هغه مهال ورته وویل شول چې ارګ محاصره شوی او نور د پاتې کېدو وخت نشته. د نوموړي په وینا، که په ارګ کې پاتې شوی وای، ښايي له نیول کېدو او شکنجې وروسته د وسلې په زور تسلیمېدو او د طالبانو د واک د مشروعیت اعلانولو ته اړ شوی وای

د افغانستان پخواني ولسمشر ویلي، له ارګه د وتلو پر مهال یې یوازې هغه جامې پر تن وې چې اغوستې یې وې. نوموړی وايي، کله چې له ارګه په یوه چورلکه کې پورته شو، حتی نه پوهېده چې الوتکه به کوم لوري ته ځي

غني د کابل د سقوط د ورځې د پېښو په اړه ویلي چې هغه غوښتل د دفاع وزارت ته لاړ شي، خو د هغه وخت دفاع وزیر ورسره په اړیکه کې وویل چې طالبانو په شمال او سوېل کې دوه زندانونه نیولي دي

د نوموړي په وینا، کله چې امنیتي ځواکونه د دفاع وزارت ودانۍ ته ورسېدل، هلته یې ودانۍ خالي وموندله او د قوماندې او کنټرول لړۍ په بشپړ ډول له منځه تللې وه

غني همداراز ادعا کړې چې وروسته ورته څرګنده شوه چې طالبانو د ده د ترور لپاره دوه ډلې ګومارلې وې

د دوحې تړون ته د غني سختې نیوکې

اشرف غني د امریکا او طالبانو ترمنځ د دوحې پر تړون هم سختې نیوکې کړې دي. هغه ویلي، دغه تړون له افغان حکومت سره د واشنګټن د همکارۍ د پای پیل و

د نوموړي په وینا، په تړون کې د طالبانو د پنځه زره بندیانو پر خوشې کېدو ټینګار شوی و؛ هغه بندیان چې د افغان امنیتي ځواکونو د عملیاتو پر مهال نیول شوي وو

غني وايي، د دغو بندیانو خوشې کېدل د افغان امنیتي ځواکونو د کمزوري کېدو او د جمهوریت د سقوط د بهیر له مهمو عواملو څخه وو

هغه همداراز ویلي، د امریکا د ملاتړ له کمېدو سره افغان هوايي ځواک هم له جدي ستونزو سره مخ شو او په پای کې د امنیتي نظام د سقوط زمینه نوره هم برابره شوه

د اشرف غني دا څرګندونې داسې مهال مطرح کېږي چې د جمهوریت له سقوط وروسته افغانستان له ژورو سیاسي، اقتصادي او بشري بدلونونو سره مخ شوی دی. د نوموړي په وینا، د هغه وخت د پرېکړو او د نړیوالو ځواکونو د وتلو بهیر د افغانستان پر راتلونکي پراخ اغېز کړی دی

له بلې خوا، د جمهوریت له سقوط وروسته د افغانستان اقتصادي وضعیت سخت کمزوری شوی او میلیونونه افغانان لا هم له بېوزلۍ، بېکارۍ، د خوړو له کمښت او د بشري مرستو له کمېدو سره مخ دي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto