کاټلر: په بدخشان کې د وسلهوالو نښتو زیاتېدو د منځنۍ اسیا اندېښنې ډېرې کړې
بریانیوز پنجشنبه ( ۵/ سنبله /۱۴۰۵هـ.ش)
د منځنۍ اسیا چارو کارپوه رابرټ کاټلر وايي، په بدخشان کې د طالبانو پر ضد د وسلهوالو نښتو زیاتېدو د سیمې هېوادونو، په ځانګړي ډول تاجکستان او ازبکستان، نوې امنیتي اندېښنې راولاړې کړې دي
کاټلر وايي، د ۱۴۰۴ کال له مرغومي څخه د ۱۴۰۵ کال تر زمري پورې په بدخشان کې د طالبانو پر وړاندې د وسلهوالو ۲۲ امنیتي پېښې ثبت شوې دي
د نوموړي په وینا، په بدخشان کې د ناامنۍ پراخېدل یوازې د افغانستان تر پولو محدود نه پاتې کېږي، بلکې د ګاونډیو هېوادونو پر امنیتي وضعیت هم اغېز کولی شي
هغه زیاتوي چې د طالبانو او د جمعهخان فاتح په مشرۍ د وسلهوالو ترمنځ وروستیو نښتو د تاجکستان پولې ته هم لمن وهلې او په یوه پېښه کې یې یو ملکي وګړی وژل شوی دی
د منځنۍ اسیا دغه کارپوه خبرداری ورکوي چې که په بدخشان کې ناامني پراخه شي، د افغانستان له لارې د سیمې د هېوادونو د سوداګرۍ او ترانزیټ پر لارو به هم اغېز وکړي
د هغه په باور، په ځانګړي ډول د ازبکستان ټرانزیټي او اقتصادي ګټې د افغانستان له لارې د سوداګریزو دهلېزونو له پراختیا سره تړاو لري او په شمال ختیځ افغانستان کې اوږدمهاله ناامني کولی شي دغه پروژې له جدي خطر سره مخ کړي
بدخشان د تاجکستان، چین او پاکستان له پولو سره نږدې موقعیت لري او له همدې امله د دغه ولایت امنیتي وضعیت د افغانستان د کورني ثبات ترڅنګ د منځنۍ اسیا د هېوادونو لپاره هم ځانګړی اهمیت لري
د کاټلر څرګندونې په داسې حال کې دي چې په بدخشان کې د وسلهوالو ډلو او طالبانو ترمنځ د نښتو په اړه راپورونه خپرېږي او د افغانستان د شمال ختیځ امنیتي وضعیت د سیمې د هېوادونو د څارنې لاندې دی
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?