news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

د امریکا د مرستو کمښت: افغانستان کې روغتیايي نظام له جدي بحران سره مخ

د امریکا د مرستو کمښت: افغانستان کې روغتیايي نظام له جدي بحران سره مخ

د امریکا د مرستو کمښت: افغانستان کې روغتیايي نظام له جدي بحران سره مخ

 بریانیوز پنجشنبه ( ۵/ سنبله /۱۴۰۵هـ.ش)

کابل — په افغانستان کې د نړیوالو، په ځانګړي ډول د امریکا د بهرنیو مرستو د پام وړ کمېدو له امله روغتیايي خدمتونه له سخت بحران سره مخ شوي دي. د مرستو کمښت د روغتیايي مرکزونو د فعالیت پر دوام مستقیم اغېز کړی او د میلیونونو افغانانو روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی یې له ګواښ سره مخ کړی دی

د راپور له مخې، د بودجې د نشتوالي له امله تر اوسه نږدې ۸۰۰ روغتیايي مرکزونه تړل شوي او شاوخوا شپږ میلیونه کسان له لومړنیو روغتیايي خدمتونو بې‌برخې شوي دي

په هرات او ننګرهار کې ډاکترانو او ځینو سرچینو ویلي، د روغتیايي امکاناتو او درملو کمښت د مېندو او خوارځواکو ماشومانو وضعیت لا پسې خراب کړی او د مړینې د کچې د لوړېدو اندېښنې یې زیاتې کړې دي

د روغتیايي برخې کارکوونکي وايي، د روغتیايي مرکزونو تړل کېدل په ځانګړي ډول د کلیوالو او لرې پرتو سیمو اوسېدونکي زیانمنوي؛ ځکه ډېری کورنۍ د درملنې لپاره نږدې روغتیايي مرکزونو ته له اوږدو واټنونو سفر کوي او د شخصي درملنې لګښتونه هم نه شي ورکولای

بلخوا، د ښځو پر وړاندې د طالبانو ځینې محدودیتونه هم روغتیايي خدمتونو ته د هغوی لاسرسی ستونزمن کړی دی. د ښځینه ناروغانو لپاره د محرم لرلو شرط، په ځانګړي ډول په لرې پرتو سیمو کې، د درملنې لپاره د ښځو تګ راتګ محدودوي

د روغتیايي برخې سرچینې خبرداری ورکوي چې که د روغتیايي مرکزونو د بېرته فعالولو او د اړینو خدمتونو د تمویل لپاره بېړنۍ مالي مرستې برابرې نه شي، د افغانستان روغتیايي بحران به لا ژور شي

په افغانستان کې د روغتیايي خدمتونو کمزوري کېدل په داسې حال کې دي چې هېواد لا له وړاندې د بېوزلۍ، خوارځواکۍ او پراخو بشري اړتیاوو له ستونزو سره مخ دی؛ هغه وضعیت چې د روغتیايي مرستو د کمېدو اغېزې لا سختې او پراخې کولی شي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto