د امریکا پوځ: د ځمکې له مدار هاخوا او د سپوږمۍ شاوخوا جګړې ته هم باید چمتو واوسو
بریانیوز جمعه (۲۷/ سنبله /۱۴۰۵هـ.ش)
د امریکا د پوځ لوی درستیز جنرال ډان کین ویلي، امریکايي ځواکونه باید د راتلونکو احتمالي شخړو لپاره نه یوازې د ځمکې په مدار، بلکې د سپوږمۍ شاوخوا فضا ته هم د پوځي عملیاتو لپاره چمتووالی ولري
کین د هوا، فضا او سایبري چارو په یوه کنفرانس کې ویلي، د جګړې ډګر په چټکۍ بدلېږي او امریکايي ځواکونه باید له ځمکې څخه د سپوږمۍ تر شاوخوا سیمو پورې د احتمالي شخړو لپاره خپلې وړتیاوې برابرې کړي
د هغه په وینا، راتلونکيې جګړې ښايي په داسې چاپېریالونو کې ترسره شي چېرې چې د ځواکونو لپاره خوندي سیمې، خوندي اکمالاتي لارې او له خنډ پرته مخابرات تضمین نه وي
دا څرګندونې څو ورځې وروسته له هغې کېږي چې د امریکا د هوايي ځواک چارواکو د لومړي ځل لپاره په ښکاره تایید کړه چې دغه هېواد په ځمکني مدار کې د فضا د کنټرول وسلې لري. د دغو وسلو د ډول او د کارولو د څرنګوالي په اړه نور جزئیات نه دي ورکړل شوي
د امریکا فضايي ځواک چارواکي وايي، د دوی موخه د احتمالي فضايي ګواښونو پر وړاندې د امریکايي پوځي او فضايي وړتیاوو ساتنه ده. د دوی په وینا، د چین او روسیې د فضايي پوځي وړتیاوو پراختیا هم د واشنګټن د چمتووالي له مهمو لاملونو څخه ده.
د امریکا د پوځ د فضايي ځواک د چارواکو په وینا، د ځمکې او سپوږمۍ ترمنځ سیمه په راتلونکو کلونو کې د پوځي او فضايي فعالیتونو له پلوه لا ډېره مهمه کېدای شي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?