انقره : ترکیه په ټولو ولایتونو کې د ۸۳۵۰۰ پناهځایونو جوړولو ملي پروژه پلي کوي
(بریانیوز دوشنبه (۳۰/ سنبله /۱۴۰۵هـ.ش
ترکیه په داسې مهال چې له اسرائیلو سره یې اړیکې له زیاتېدونکي کړکېچ سره مخ دي، په ټول هېواد کې د ملکي وګړو د خوندیتوب لپاره د پناهځایونو د جوړولو او بیارغولو پراخ پلان عملي کوي
د دې پروژې له مخې، ټاکل شوې د ترکیې په ټولو ۸۱ ولایتونو کې شاوخوا ۸۳۵۰۰ پناهځایونه جوړ او یا ورغول شي. د پروژې د څارنې چارې د ترکیې د کور جوړونې اړوند بنسټ پر غاړه لري او تمه ده د زیربناوو د جوړولو لومړنی پړاو یې د ۲۰۲۶ کال تر پایه بشپړ شي
په پلان کې د ښوونځیو، روغتونونو، پارکونو او د ځمکني اورګاډي د تمځایونو لاندې د پناهځایونو جوړول شامل دي. دغه ځایونه به د هوا جلا رسولو او تصفیې سیستمونه ولري او د کیمیاوي او نورو خطرناکو موادو پر وړاندې به په ځانګړو چاڼګرونو سمبال وي
د پلان له مخې، پناهځایونه به د اوږدې مودې لپاره د خپلواک فعالیت وړتیا ولري. هر کس ته به شاوخوا یو متر مربع ځای ځانګړی کېږي او د اوبو، خوړو او روغتیايي پاکوالي لپاره به هم اسانتیاوې برابرېږي
د ترکیې چارواکي دا پروژه د جګړو، طبیعي پېښو او احتمالي کیمیاوي، بیولوژیکي او اټومي ګواښونو پر وړاندې د ملکي وګړو د خوندیتوب د پیاوړتیا لپاره مهمه بولي
په ورته وخت کې، سوریه د انقرې او تلابیب ترمنځ د احتمالي ترینګلتیا له هغو سیمو څخه ګڼل کېږي چې د دواړو هېوادونو د پوځي فعالیتونو له امله یې وضعیت د پام وړ بلل کېږي. ترکیه په سوریه کې پوځي حضور لري، په داسې حال کې چې اسرائیل د دغه هېواد په سوېلي او سرحدي سیمو کې پوځي عملیات ترسره کوي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?