news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

ډونالډ ټرمپ: له ډنمارک او ګرینلنډ سره د امنیت پر سر هوکړې ته رسېدلي یو

ډونالډ ټرمپ: له ډنمارک او ګرینلنډ سره د امنیت پر سر هوکړې ته رسېدلي یو

ډونالډ ټرمپ: له ډنمارک او ګرینلنډ سره د امنیت پر سر هوکړې ته رسېدلي یو

(بریانیوز دوشنبه (۳۰/ سنبله /۱۴۰۵هـ.ش

 د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، متحده ایالات له ډنمارک او ګرینلنډ سره داسې هوکړې ته رسېدلي چې له مخې به یې امریکا په ګرینلنډ کې د امنیت دایمي کنټرول ولري

ټرمپ ویلي، د هوکړې له مخې به د امریکا هېڅ سیال هېواد ونه شي کولای په ګرینلنډ کې له واشنګټن څخه د څرګندې لیکلې اجازې پرته پوځي اډه، پوځي حضور یا د حساسو برخو پانګونه ولري

نوموړي زیاته کړې چې متحده ایالات به وکولای شي د ګرینلنډ د امنیت او دفاع لپاره لازم اقدامات ترسره کړي او په دغه ټاپو کې به خپل پوځي حضور هم پراخ کړي

د ډنمارک او ګرینلنډ چارواکو ویلي، د شوې هوکړې له مخې به د ګرینلنډ او د ډنمارک د سلطنت حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا خوندي پاتې وي. د هوکړې وروستی لاسلیک به د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې په څنډه کې وشي او د ډنمارک او ګرینلنډ د پارلمانونو تصویب ته هم اړتیا لري

تمه ده د هوکړې بشپړ جزئیات د راتلونکو رسمي خبرو او د لاسلیک له بهیر سره روښانه شي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto