د تصوف تر نامه لاندي خرافات او شرك:
مهندس گلبدین حکمتیار، دحزب اسلامی افغانستان امیر
دا ولي د شرك او خرافاتو بازار گرم شوى؟ په جوماتونو كي نڅا، ها هو، مستي، غورځي پرځي، د څڼورو اتڼونه، د پير پښو ته رغړېدا، په غاړي كي ئې د نوټونو هار اچول، يو لاس د ښكولولو لپاره مريد ته وړاندي كوي او په بل لاس پيسې ترې اخلي او ډېر نور داسي څه گورو چي قرآن ئې د قريشو مشركينو ته منسوبوي؟
موږ نه د صحابه وو په دور كي د تصوف، پير، مريد، طريقت او نور اړوند اصطلاحات مومو او نه له دوى وروسته څو نسلونه او پېړۍ؛ نه ئې په قرآن كي اشارتاً مومو او نه په حديث كي؛ دا اصطلاحات له نورو غير اسلامي مذاهبو؛ مسلمانانو ته راانتقال شوي؛ په اسلام كي هم پر ديني فرائضو او مناسكو څه زياتول حرام او ناجائز دي او هم ئې كمول. مسلمانان يوازي يو مرشد لري چي هغه د الله تعالى رسول دئ.
د قرآن د ټولو لارښوونو خلاصه او محور د فاتحې سورې دا آيت دئ: اياك نعبد و اياك نستعين: خاص ستا عبادت كوو او يوازي له تا مرسته غواړو؛ څوك چي په عبادت او استعانت كي له الله تعالى سره بل څوك شريك كړى؛ تر ټولو ستر كافر او مشرك دئ؛ نه ئې الله بخښي، نه ئې د ايمان دعوى قبلوي او نه ئې لمونځ، روژه او نور عبادات.
څوك چي په زمكي او آسمان كي له الله پرته بل چا ته په غيب پوهېدا منسوب كړي؛ داسي ستر كافر دئ چي د قرآن له لسگونو هغو آيتونو ئې انكار كړى چي وايي: په غيب پوهيدا الله تعالى ته مختص ده؛ له ده پرته هيڅوك؛ د فرشتو او پيغمبرانو په شمول؛ په غيب نه پوهېږي.
قُل لَّا يَعۡلَمُ مَن فِي ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَٱلۡأَرۡضِ ٱلۡغَيۡبَ إِلَّا ٱللَّهُۚ وَمَا يَشۡعُرُونَ أَيَّانَ يُبۡعَثُونَ٦٥ النمل
ووايه: له الله تعالى پرته د آسمانونو او زمكي هيڅوك په غيب نه پوهېږي او پدې هم نه پوهېږي چي څه وخت به بيا راژوندي كړى شي.
الله تعالى محمد عليه السلام ته فرمايي:
قُل لَّآ أَمۡلِكُ لِنَفۡسِي نَفۡعٗا وَلَا ضَرًّا إِلَّا مَا شَآءَ ٱللَّهُۚ وَلَوۡ كُنتُ أَعۡلَمُ ٱلۡغَيۡبَ لَٱسۡتَكۡثَرۡتُ مِنَ ٱلۡخَيۡرِ وَمَا مَسَّنِيَ ٱلسُّوٓءُۚ إِنۡ أَنَا۠ إِلَّا نَذِيرٞ وَبَشِيرٞ لِّقَوۡمٖ يُؤۡمِنُونَ١٨٨ الاعراف
ووايه: نه د ځان لپاره د گټي (رسولو) واك لرم او نه د ضرر او تاوان (دفع كولو)، مگر هغه څه چي الله ئې وغواړي او كه په غيب پوهېدى نو ډېر خير او ښېگڼه به مي تر لاسه كړې وه او تاوان به نه رارسېدو، زه خو مؤمنانو ته له يوه خبردارى وركوونكي او زېرى وركونكي پرته بل څه نه يم.
قُلۡ مَا كُنتُ بِدۡعٗا مِّنَ ٱلرُّسُلِ وَمَآ أَدۡرِي مَا يُفۡعَلُ بِي وَلَا بِكُمۡۖ إِنۡ أَتَّبِعُ إِلَّا مَا يُوحَىٰٓ إِلَيَّ وَمَآ أَنَا۠ إِلَّا نَذِيرٞ مُّبِينٞ٩ الاحقاف
ووايه: زه د پيغمبرانو لومړنى نه يم او نه په دې پوهېږم چي له ما سره به څه كېږي او نه په دې چي له تاسو سره به څه كېږي؛ او زه يوازي د هغه څه متابعت كوم چي ما ته ئې وحي كېږي، زه له يوه څرگند نذير پرته بل څه نه يم،
قرآن د ابراهيم او لوط عليهما السلام په اړه فرمايي: فرشتې د زلميانو په بڼي كي ورغلې خو وئې نه پېژندلې او د مېلمنو گمان ئې پرې وكړ؛ ابراهيم عليه السلام وريته شوې غوښه ورته راوړه او لوظ عليه السلام په راتلو سخت غمجن او زړه تنگى شو؛ دا اندېښنه ورسره پيدا شوه چي څنگه به ئې له مفسدينو ژغوري. دا په داسي حال كي چي د فرشتو دغه ټولى د ده په دعاء، د ده د مرستي او ژغورني لپاره او د مفسدينو د تعذيب لپاره رالېږل شوى وو!!
قرآن هغه څوك له غڼې سره تشبيه كوي چي له الله تعالى پرته له بل چا مرسته غواړي؛ فرمايي:
مَثَلُ ٱلَّذِينَ ٱتَّخَذُواْ مِن دُونِ ٱللَّهِ أَوۡلِيَآءَ كَمَثَلِ ٱلۡعَنكَبُوتِ ٱتَّخَذَتۡ بَيۡتٗاۖ وَإِنَّ أَوۡهَنَ ٱلۡبُيُوتِ لَبَيۡتُ ٱلۡعَنكَبُوتِۚ لَوۡ كَانُواْ يَعۡلَمُونَ ٤١ العنكبوت
د هغو مثال چي له الله پرته نور مرستندويان نيسي؛ د هغي غڼې په څېر دئ چي ځان ته ئې كور ونيو، دا په داسي حال كي چي تر ټولو سست كور د غڼې كور دئ، كاش پوهېدى.
په اسلام كي له لمانځه پرته بل ډله ايز جهري ذكر نه مومو؛ په جهري لمانځه كي امام په جهر قرائت كوي او مقتدي به خاموش وي په غور سره به ئې اوري، په حج كي په لوړ غږ اللهم لبيك ويل شته خو دا مستحب دئ نه واجب، انفرادي دئ نه په گډه. قرآن د ذكر مطلوب او غوره صورت د جهر او اخفاء تر منځ ټاكلى. لارښوونه ئې دا ده:
وَٱذۡكُر رَّبَّكَ فِي نَفۡسِكَ تَضَرُّعٗا وَخِيفَةٗ وَدُونَ ٱلۡجَهۡرِ مِنَ ٱلۡقَوۡلِ بِٱلۡغُدُوِّ وَٱلۡأٓصَالِ وَلَا تَكُن مِّنَ ٱلۡغَٰفِلِينَ ٢٠٥ الاعراف
او (تل) سبا او ماښام؛ له ځان سره د خپل رب ذكر كوه، په زاريو او وېري سره او له لوړ غږ راټيټ؛ او له غافلانو مه كېږه.
قرآن د مشركينو په اړه وايي:
وَمَا كَانَ صَلَاتُهُمۡ عِندَ ٱلۡبَيۡتِ إِلَّا مُكَآءٗ وَتَصۡدِيَةٗۚ فَذُوقُواْ ٱلۡعَذَابَ بِمَا كُنتُمۡ تَكۡفُرُونَ ٣٥ الانفال
او د بيت الله خوا ته د دوى لمانځنه (او عبادت) له شپېلكي او چكچكو پرته بل څه نه وي، نو په سبب د هغه كفر چي تاسو كولو دا عذاب وڅكئ.
دا او ترې وړاندي آيت؛ د واقعي خداى پال بنده او دوكه شوي ديندار او د الله د دين د واقعي او صادق خادم او دروغجن او ټگمار خادم د پېژندو لپاره يو دقيق محك او معيار زموږ مخي ته ږدي، د الله تعالى مخلص بنده هغه دئ چي:
• د شعائر الله، ديني مقدساتو او خداى پالونكو درناوى كوي.
• د هغه چا مخي ته نه خنډ كېږي او دښمني ورسره نه كوي چي د الله تعالى د عبادت تكل كوي، نه يوازي مخي ته ئې نه خنډ كېږي بلكي مرسته ئې كوي.
• د عبادت په وخت كي به د ده په څېرې، الفاظو او حركاتو كي په څرگنده توگه احساس كړې چي په الله تعالى ايمان لري، له هغه وېرېږي او هغه ته طمع لري.
• الفاظ ئې د طمعي الفاظ او حركات ئې د الله تعالى په عظمت له اعتراف راولاړ شوي حركات وي، د يوه هيبت وهلي، خاضع، خاشع او محتاج بنده په توگه د ستر ټولواك په وړاندي ولاړ او په زاريو زاريو سره دعاء كوي.
خو هغه چي دوكه شوى ديندار يا د ديني مقدساتو ټگمار خادم دئ داسي به ئې گورې چي:
• نه ئې په څېرې كي له الله تعالى د وېري او هيبت نښي او آثار تر سترگو كېږي، نه په الفاظو كي او نه په حركاتو كي.
• د عبادت په وخت او معبد كي به ئې په لهو و لعب بوخت ومومې، همغسي لكه چي قريشو به د طواف په وخت او د بيت الله خوا ته شپېلكي كول او چكچكي به ئې وهلې او همغسي لكه چي نن ځيني خلك د ذكر په حلقو كي ډول او دبلې ته غورځي، پرځي، څڼې اچوي، قوالي سندري وايي، د هو هو چيغي وهي او د جذبې په نامه مستي كوي.
• له خداى پالونكو سره به دښمني كوي، كافر ته به پر مؤمن ترجيح وركوي، له خداى او دين منكر او باغي انسان سره به دوستي كوي او د هغه چا په ضد به ئې مرسته كوي چي ديندار دئ او د الله په عبادت او لمانځني بوخت.
د دوى په مقابل كي د ديانت او ديني مشرتابه دروغجن مدعي هغه دئ چي:
• ديني او مذهبي منصب په ميراث ورته پاته شوى، د نېك پلار بد ځاى ناستى، له هغو ځانگړتياوو بې برخي چي د مذهبي قيادت او مشرتابه لپاره ضروري دي.
• د دې پر ځاى چي په قول او عمل سره خلك د دين لوري ته تشويق كړي؛ پخپله د دين په وړاندي خنډ وي، واقعي دين ته د خلكو د راتلو مانع گرځي؛ هم په خپل قول سره او هم په عمل سره؛ هم ئې غلط تعبيرونه او تفسيرونه خلك له اسلام متنفر كوي او هم ئې غلط تصرفات؛ نه به د منبر درناوى كوي او نه د الله تعالى د كور او جومات؛ د الله تعالى د كور؛ جومات او بيت الله هتك حرمت؛ او په هغه كي بې ادبي؛ د مشركينو خصلت دئ؛ او سزا ئې دوزخ.