news اخبار فوری
clock

د حکمتیار لخوا د تول ګدون حکومت نفیه او پر شفاف اوعادلانه انتخابات تینگار

د حکمتیار لخوا د تول ګدون حکومت نفیه او پر شفاف اوعادلانه انتخابات تینگار

 د حکمتیار لخوا د تول ګدون حکومت نفیه او پر شفاف اوعادلانه انتخابات تینگار

بریا نیوز:( پنجشنبه۱۰میزان) د حزب اسلامي مشر ګلبدين «حکمتیار» د روسيې، چين، ايران او پاکستان هغه غوښتنه عجيبه بللې، چې له طالبانو څخه يې د ټولګډونه حکومت جوړولو لپاره کړې ده.

ښاغلی حکمتیار ليکلي، مسکو د طالبانو سفير ومانه، پر سفارت يې د دوی بيرغ پورته کړ او اوس د ټولګډونه حکومت جوړولو لپاره يې غوښتنه د رسميت نفيې کول دي.

ښاغلی حکمتیار وړاندې ليکلي، د مسکو له لوړپوړو چارواکو اورېدل کېږي، چې له خپلې دې پرېکړې پښيمانه دي:«مسکو چې له رسميت پېژندلو کومه طمعه درلوده هغسې ونشول. دا څه معنی لري؟ ايا طمعه يې درلوده چې تر دوی وروسته به نور هېوادونه هم طالبان په رسميت وپېژني؟ يا يې رسميت په خاصو شرايطو پورې تړلی وو، هغه شرايط تامين نشول، نو ځکه پښيمانه شوی؟

د ټولګډونه حکومت معنی دا وه او ده، چې بهرنيان به د «بُن» په څېر حکومت راته جوړوي، وزارتونه به خپلو منځو کې وېشي او تر نيمايي زيات به يوې وړې پرديپالې ډلې ته سپاري.»

ښاغلی حکمتیار لیکلی:«يا رسميت ئې په خاصو شرائطو پوري تړلى وو؛ هغه شرائط تأمين نه شول نو ځكه پښېمان شوى؟ د ټول شمول حكومت معنى دا وه او ده چي بهرنيان به د «بن» په څېر حكومت راته جوړوي، وزارتونه به خپلو منځونو كي وېشي؛ تر نيمايي زيات به يوې وړې پرديپالي ډلي ته سپاري».

ګلبدين حکمتیار وړاندې له بهرنيانو څخه غوښتي، چې دوی دې افغانان د خپل برخليک ټاکلو ته پرېږدي او له عادلانه، شفافو او بهرنيو مداخلو پرته ټاکنو باندې دې ټينګار وکړي: «له ټاکنو پرته ټولګډونه حکومت نشي جوړېدای.»

ښاغلی حکمتیار ویلی:« دا بهرنيان ولي پر عادلانه او شفاف انتخاباتو تأكيد نه كوي؟ ولي نه وايي: افغانان پرېږدئ خپل برخليك په خپله او له بهرنۍ مداخلې پرته وټاكي؟ ښه پوهېږي چي له دې پرته نه ملت شمول حكومت جوړيدى شي، نه ملي وحدت، خپلواكي، او نه ملي حاكميت او ثبات تأمينېدى شي».

نوموړي وړاندې زياته کړې، چې د زور حکومتونه که قبيلوي وي، ګوندي، قومپال يا توکمپال دوام نشي کولی. ولس د زور حکومت نه مني.

ښاغلی حکمتیار په دغه مقالی لیکلی:« د زور حكومتونه كه فردي وي كه قبيلوي، گوندي، قومپال او توكمپال؛ د بهرنيو له مالي، نظامي او سياسي حمايت؛ حتى د پرديو له فعال نظامي حضور پرته دوام نه كوي؛ د بقاء لپاره به پردي ته سر ټيټوي، سلطه به ئې مني، امتيازات به وركوي د دوى په مرسته به خپل مخالفين ځپي؛ خپل ځپل د بل غلامي»!

ګلبدین حکمتیار، دحزب اسلامی مشر په پای دا‌د ورکړی او لیکلی:«مؤمن او عزتمن ولس هيڅكله د زور حكومت ته سر نه ټيټيوي؛ خپل مشر به داسي ټاكي لكه چي صحابه وو خپل څلور خلفاء په جومات كي او د مدينې د ټولو مؤمنانو په اتفاق او اجماع غوره كړل او له بيعت وروسته د خلافت مقام وركړى شو؛ فقط همدا د اسلامي نظام ځانگړتيا ده؛ هره بله طريقه غيراسلامي ده.

پاسخ دهید

لغو پاسخ

آدرس ایمیل شما منتشر نخواهد شد.

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط Anonymous

    بیشک

    quoto
  • user توسط Anonymous

    تاريخ هر څه ثبتوي، منفور او تورې څېرې د خپل مردار هوس او چوکۍ لپاره د امام ابوحنيفه په څېر شخصيت ژوند ته ګواښ پېښوي، زنداني کوي او د هيڅ عواقبو کيسه کې یې نه دي، لکه الله تعالی چې د دوي له کړنو غافل وي. همېشه د اسلام تر نامه لاندې ظلمونه، بې عدالتۍ، د اقتدار مردار او نا مقدس هوس داسلام د بدنامېدو، د مسلمانانو د ناکامۍ سبب شوی، خو مطمئن يو، چې عالیقدر مشر به له دې امتحان بريالی وځي، مخ توري او منفورې څېرې به الله تعالی رسوا او ذليلې کوي. په دې وياړو چې د امريکا، ذليلزاد او د هغوي د لاسپوڅو حکومتونو تور لست کې همیشه مجاهدين او نېک خلک په نښه کېږي، ان الملوک اذا دخلوا قرية افسدوها وجعلو اعزة اهلها اذلة وکذلک يفعلون

    quoto
  • user توسط Anonymous

    ډېر منفور بدرنګ وحشي انسان دی، د څو ډالرو په مقابل کې د امريکايانو تر څنګ په خپله خاوره، مور او کورنۍ غړو يرغلونه ګوري او مياشتينی معاش ته منتظر وي، دومره بد تاريخ یې پرېښود چې خپلوان به یې په خپلوۍ شرمېژي

    quoto