ټرامپ او د بگرام نيولو گواښ! د طالبانو مبهم دريځ او له حزب اسلامي سره بدغونى چلن
لیکنه: مولوی عبدالله سلیم
دویمه برخه پای
بریا نیوز:( شنبه۱۹ میزان) حزب اسلامي تر بل هر چا زيات د طالبانو ننگه او مرسته كړې، نه ئې د دوى په لومړي راڅرگندېدو كي مقابله كړې او نه په دوهم ځل كي، په دوهم ځل كي نور ټول گوندونو د دوى خلاف د جنگ لار غوره كړه، له «ناټو» ائتلاف سره يو ځاى كابل ته راغلل او ووتل، او نن له اروپا او امريكا د دوى خلاف د جنگ شعارونه وركوي او له ناټو او امريكا غواړي چي بېرته افغانستان ته راشي او افغانان د طالبانو له شر وژغوري، دا همغه پردیپال گوندونه دي چي د طالبانو ډېرى غړو له هغوى سره بيعتونه كړي وو، له همدغو رابېل شول او په «كويټه» كي ئې د طالبانو تحريك جوړ كړ او لومړۍ جگړه ئې د حزب اسلامي خلاف پيل كړه، له سپين بولدك تر چهار آسياب پوري ئې د حزب پر مجاهدينو او جبهاتو بريدونه كول او د كابل ائتلافي حكومت په دې جنگ كي د دوى مالي او نظامي مرسته كوله، رباني او سياف د بي بي سي او امريكا غږ له لاري خپلو غړو ته ويل: طالبان د سولي كوتري دي، مرسته ئې وكړئ، دغو غربي رسنيو هم د طالبانو دومره ستاينه كوله چي له دوى ئې د سولي او امنيت فرشتې جوړي كړې وې، د دوى څو كارونه ئې ډېر زيات ستايل: ۱- د افغانانو بې وسلې كول (همغه د ډي ډي آر پروژه چي د افغانستان له اشغال وروسته امريكا ملياردونه ډالر پرې ولگول، چي د طالبانو له لوري پيل شوې پروژه بشپړه كړي، طالبانو دوى ته وړيا تر سره كړه، اول ځل هم اوس هم)، ۲- د مجاهدينو خلاف جنگ، ۳- د مخدره موادو مخنيوى، په داسي حال كي چي د افغانستان او نړۍ په كچه د مخدره موادو تر ټولو ستر ستر قاچاقچيان د طالبانو ځيني مشران ول او لا دي.
له طالبانو د حزب اسلامي ملاتړ او پايلي ئې:
حزب اسلامي او مجاهدينو ئې نه يوازي ونه غوښتل د دوى خلاف وجنگېږي، په داسي حال كي چي دا كار هم ورته مقدور وو او هم دیرآسان، كه د ټولو پرديپالو گوندونو د هغه ائتلاف بريالۍ مقابله ئې وكړى شوه چي (كي جي بي) او (سي آى اې) په گډه د حزب اسلامي افغانستان خلاف جوړ كړى وو، روسيې، امريكا، بريتانيا، فرانسې، هند، اسرائيل، سعودي، ايران او پاكستان ئې پراخ ملاتړ كولو، حزب اسلامي همدې ائتلاف ته داسي ماته وركړه چي خبره ئې شړېدو ته ورسېده، دومره مجبور شول چي له طالبانو سره ئې د پاكستان په وساطت پټ ائتلاف وكړ، او خپل نجات ئې يوازي په دې كي لټولو چي طالبان راپاڅي او له شا پر حزب اسلامی او د هغه پرمجاهدین او جبهات بريد وكړي، له دې پرته ئې د ژغورني بل بديل نه درلود. د طالبانو خلاف جنگ تر دې ډېر آسان وو، خو دې جنگ ته ئې ځكه زړه ښه نه كړ چي هغه ئې د اسلام او هېواد او مسلمان ولس په ضرر او د دښمنانو په گټه گڼلو، د جنگ پر ځاى ئې په پراخه پيمانه او په صادقانه ډول د دوى ملاتړ وكړ، د بريا ټلويزيون او د ايمان مسجد له منبر چي د دوى په حمايت او د دوى د وسله والو مخالفينو د غلطو سياستونو او شعارونو په مستند، مدلل او اغېزمني غندني كي كوم كار كړى، دوى نه تر دې وړاندي كړى او نه به ئې تر نن وروسته وكولى شي. خو افغان مسلمان ولس وليدل چي امارتي واكمنو له خپل محسن حزب اسلامي، د هغه د مجاهدینو او له مشر محترم حكمتيار سره ئې څه وكړل، د هغه كور، جومات، تلويزيون، پوهنتون، روغتون، او ... ئې په زور غصب كړل، تعلیمات او خدماتی مؤسسات یی وتړل، نن د ده له اجازې او موافقې پرته د امارتي زورواكو كورنۍ په كي اوسېږي، دواړه، (لومړى او دوهم غصبونه) ئې د شريعت، مروت او عرف خلاف، دوى حرام ځان ته حلالوي او نورو ته حلال حراموي، ډېرى ئې په داسي غصب شوو كورونو كي اوسېږي چي يا دولتي دي يا شخصي.
ده ته ئې د روژې مياشتي په نيمايي كي وويل: د يوې فتنې د مخنيوي لپاره هيله كوو موقتاً له دې كور بل ته ولاړ شئ، كور مو تيار كړى، سامان هم مه انتقالوئ، إن شاء الله تر اختر وړاندي بېرته راستنېږئ، د هغه ځواب دا وو: بل كور ته نه ځم، ماشومان بهر لېږم او پخپله غير معلن آدرس كي اوسم، د اشغال دور د۱۶ كلونو په څېر. لطفاً دا پېښه لږ وڅېړئ او وگورئ چي طالب وسله والو دلته د شريف او مسئولو كسانو په څېر چلن كړى كه د غلو د يوې خپلسري او لوټماري غدۍ په څېر؟! مهمه دا ده چي كه له مخور جهادي مشر او د طالبانو له ستر محسن سره دوى دا چلن كړى، نو له بې وسه او مظلومو افغانانو سره به ئې څه كړي وي؟! د دې ظلمونو، تېريو، غصبونو او لوټماريو قصې به هغه مهال په تفصيل سره په خپلو غوږونو واورئ چي امارت په داسي بل حكومت تعويض شوى وي چي د بيان آزادي ته درناوى كوي او پټ حقائق راڅرگند شي.
هر چا ته جوته شوه چي دا تصميم په بهر كي نيول شوى، امريكا او غربی نړی ترې غوښتي چي د بريا تلويزيون او د ايمان مسجد منبر بايد د دوحې معاهدې مطابق بند او خاموش كړى شي، د حزب اسلامی پوهنتون او نورتعلیمی او خدماتی موسسات و تړل شی، د دوى د هيئتونو لوړ پوړو مسئولينو موږ ته ويلي: په خداى قسم چي د طالبانو په سلو كي99.9 د دې تصميم مخالف وو او دي. آيا دا نو ډېره عجيبه نه ده چي د امارت دومره غوڅ اكثريت د 0,1 سرزورو او خپلسرو مخنيوى نه شي كولى!! داسي نظام به څنگه دوام كوي؟ امارتي چارواكو وويل: د دې تعميرونو معاوضه دركوو، ځواب ئې دا وو: ما خپل كور، ايمان جومات، ايمان روغتون او ايمان دار الايتام د خرڅولو لپاره نه دي جوړ كړي، تر بل حكومت پوري صبر كوم، د دې صبر اجر له الله تعالى غواړم، الله تعالى ته ئې محول كوم. له عكس العمل ئې ډډه وكړه، مجبوريت ئې دا دئ چي نه غواړي د دې نظام خلاف داسي څه ووايي يا وكړي چي گټه ئې په كمين كي ناستو ډېرو بدو كورنيو او بهرنيو دښمنانو ته رسېږي، كه مو له بالمثله عكس العمل ډډه كړي او دا حكومت مو منلى، وجه ئې همدا ده، د امارت د سلطې او حاكميت په دوران كي، پر ايمان مسجد انتحاري بريد وشو، بريد داسي تنظيم شوى وو چي د جمعې په ورځ، په داسي حال كي چي جومات له لمونځ كوونكو ډك وي، د خطبې منځ كي به انتحاري كس جومات ته ننوځي، دومره ستره چاودنه به كوي چي جومات ړنگ او ټول لمونځ كوونكي ووژل شي، كه څوك ژوندى پاته كېږي په ډزو ووژل شي، ډېرو خواخوږو حكمتيار صاحب ته وويل: طالبان په دې بريد كي لاس لري، ښه به وي چي تاسو څه موده له كابل ووځئ، خو هغه ونه منله، پاته شو، نه ئې د جمعې لمونځونه وځنډول او نه خپلي درسي حلقې، او د ناامنۍ په همداسي ماحول كي له كابل ونه وتلو.
دا بريد په داسي حال كي شوى چي د امنيت تأمينولو مسئوليت د حكومت پر ذمه وو، او دا يقيناً د حزب اسلامی يوه لويه اشتباه وه، د امارت امنيتي مسئولينو تر بريد وروسته موږ ته وويل: بهرنيو استخباراتي كړيو دوه ځلي موږ ته ويلي: دا جمعه پر يوه لوى جومات بريد كېږي، چي هغه وځنډېدو، بيا ئې وويل: دا جمعه به بريد پر يوه لوى شخصيت وي، چي هغه همدا د ايمان پر جومات بريد وو!! هغه شبكه چي دوى ته ئې د بريد اطلاع وركړې وه، خو دوى موږ پرې خبر نه كړو، وروسته معلومه شوه چي همدغي په بريد كي لاس درلود، پلان ئې په دوشنبه كي جوړ شوى او انتحاريان هم تاجكستانيان وو. دې پوښتنو ته به په مناسب وخت كي ځواب وايو چي دوى چا خبر كړي او دا خبر ولي له موږ پټ ساتل شوى؟
نور بیا...