ټرامپ او د بگرام نيولو گواښ! د طالبانو مبهم دريځ!
له حزب اسلامي سره بدغونى چلن
مولوی عبدالله سلیم -دریمه برخه
بریا نیوز: ( یکشنبه۲۰ میزان) حكمتيار صاحب د معايناتو ضرورت احساس كړ؛ د كور خوا ته يوه شخصي روغتون ته ولاړ؛ معلومه شوه چي د زړه دوه والونه ئې تنگ شوي؛ د زړه متخصص داسي څوك وو چي په مجاهدي كورنۍ كي ستر شوى؛ د ده او دوه درې نورو ډاكټرانو مشوره دا وه چي همدلته ئې علاج وشي؛ الحمد لله همغه شپه عمليات موفقانه تر سره شول.
هغه د خپل صحت په اړه ويل: الحمد لله په 40 كلونو كي همدا لومړى ځل دئ چي په روغتون كي بستر شوى يم؛ هغه هم د هېواد دننه او فقط 12 ساعتونه؛ په خپلو پښو روغتون ته ولاړم او پر خپلو پښو كور ته راغلم؛
څو مياشتي وړاندي د ماليزيا د صدر اعظم انور ابراهيم د خاص استازي په مشرۍ يو هيئت كابل ته راغلى وو؛ له دواړو سره د حكمتيار صاحب زړه آشنايي وه؛ چي د شوروي خلاف جهاد له وخت پيل شوې؛ د خپل مشر له لوري ئې ده ته خاص پيغام له ځان سره درلود؛ امارتي چارواكو د ملاقات اجازه نه وركوله؛ خو د ممانعت بدو پايلو ته په پام سره اجازې ته اړ شول.
د ځينو وروڼو مشوره وه چي د ډاډمني معاينې لپاره ماليزيا ته ولاړ شي؛ د امارت اړوند ادارو ته مكتوب ولېږل شو؛ په يوې او بلي دروغجني بهانې ئې خبره ځنډوله؛ په پاى كي ئې له څلوېښت ورځني ځنډ وروسته ځواب دا وو: تداوي دلته وكړئ مصارف به ئې موږ دركړو!! ورته وئې ويل: څه درباندي شوي چي په كابل كي زموږ له شتون هم وېرېږئ او بهر ته د علاج لپاره له تگ هم؛ آيا دا تېر 4 كلونه ستاسو تر واكمنۍ لاندي پاته كېدا كافي نه وه چي د داسي ځواب په وركولو شرمېدلي وئ؟ ښاغليو! بيت المال خو د هغو مسلم حق دئ چي د غاښونو د علاج لپاره هم هند، ايران، قطر، امارات او اروپا ته ځي! دا مصارف هغوى ته وركړئ.
متأسفانه د طالبانو په ليكو كي يوې مشبوه او متعصبي كړۍ تل هڅه كړې چي د امارت له آدرس له ټولو مجاهدينو او مخصوصاً له حزب اسلامي سره دښمني وپالي؛ نه په كابل كي د حزب فكري او سياسي حضور زغملى شي او نه ئې تعليمي، اجتماعي او خيريه فعاليتونه؛ فكر كوي چي حزب اسلامي ئې په وړاندي داسي لوى خنډ دئ چي نه پرېږدي دوى په خلاص لاس هر هغه څه وكړي چي زړه ئې غواړي؛ حزب د خپلو غلطو تصرفاتو په وړاندي ستر مانع او گواښ گڼي؛ له تلويزيون او مسجد ئې هم وېرېږي، په كور كي د څو كسانو له راغونډېدو ئې هم؛ او بهر ته له تگ ئې هم؛ د كور او دفتر مخي ته د جاسوسي او نظارت پوسته؛ او له مراجعينو پوښتني او گروېږني؛ داسي چلن چي نه سيكولرانو كړى او نه كمونستانو؛ نه پوهېږو دا ئې په كوم مذهبي كتاب كي لوستلي او له چا ئې زده كړي؟ په اسلام كي خو شرافت او انسانيت دئ، اخلاقي مكارمو او ارزښتونو ته درناوى دئ، تجسس حرام دئ، د چا كور ته د هغه له اجازې او موافقې پرته ننوتل حرام دي، حتى د چا كور ته له لوړي يا چولې او چاود كتل، د چا خاصو خبرو ته غوږ نيول، ټيليفون ئې څارل، خطونه ئې لوستل، په اسرارو ئې ځان خبرول، بل ته ئې افشاء كول حرام دي، حكومت او امير حق نه لري د خلكو د مال، شتمنيو، زمكي او باغ له زكات پرته بل څه تر لاسه كړي، د چا يوه لوېشت زمكه په زور، د خاوند له رضايت او معاوضې پرته اخيستل؛ حتى د مسجد الحرام د پراخولو په څېر د نېك كار په موخه؛ د شريعت له نظره حرام دي؛ كه څه هم دا عامه ملكيت وي او د واكمنو له اجازي او موافقې پرته تصرف شوى وي؛ امير هم نه شي كولى دا زمكه، كور، باغ له معاوضې او د عادل قاضي له حكم پرته مصادره كړي؛ تاسو ولي دا ټول حرام او ناجائز تصرفات جائز گڼئ؛ ولي د هغو خلاف د وسله وال بريد حق ځان ته وركوئ او ډزي پرې كوئ چي خپل حق غواړي؛ پر احتجاجي غونډو د ډزو جواز چا دركړى؟ رسول الله صلى الله عليه و سلم خو فرمايلي: هغه زموږ له ډلي نه دئ (مسلمان نه دئ) چي پر موږ (مسلمانانو) توره له تېكي راباسي:
عَنْ أَبِي مُوسَى قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: «لَيْسَ مِنَّا مَنْ حَمَلَ عَلَيْنَا السِّلَاحَ» مسند ابي يعلى الموصلي
الله تعالى خو د مظلوم انسان په جگ غږ بده وينا هم خوښوي؛ تاسو ولي د يوه مظلوم مسلمان وينا د ټوپك په خوله ځوابوئ؛ ولي د قرآن دې څرگندي لارښووني ته هيڅ اعتناء نه لرئ؟
لَّا يُحِبُّ ٱللَّهُ ٱلۡجَهۡرَ بِٱلسُّوٓءِ مِنَ ٱلۡقَوۡلِ إِلَّا مَن ظُلِمَۚ وَكَانَ ٱللَّهُ سَمِيعًا عَلِيمًا ١٤٨
په جگ غږ بده وينا د الله نه خوښېږي؛ مگر د هغه چا چي ظلم پرې شوى؛ او الله پوه اورېدونكى دئ.
د آيت الفاظ دا راښيي چي الله تعالى نه يوازي د مظلوم چيغه اوري او هغه ته ئې د خپل مظلوميت څرگندولو او د ظالم په خلاف د غږ اوچتولو اجازه وركړې بلكي د ده دا خبري ئې خوښېږي، حتى د ده هغه خبري هم چي په عادي حالت كي بدي برېښي او له مظلوميت پرته په بل حالت كي د الله تعالى نه خوښېږي، خو د مظلوميت په وخت كي ئې له يوه مظلوم انسان خوښوي، د ظلم او ظالم په خلاف خو د يوه مجاهد د اوچت غږ وينا جهاد اكبر دئ؛ خو له مظلوم هغه بده وينا هم خوښوي چي له ظالم د خپل حق تر لاسه كولو او د ده د ظلمونو د غندلو لپاره ئې كوي.
كه امريكا بيا پر افغانستان بريد وكړي؛ نو يقيناً چي اسلام ته ژمن مخلص مجاهدين به ئې بيا هم د مخكي په څېر مقابله كوي؛ خو دا ځل به د هغو شمېر ډېر لږ وي چي د طالبانو تر بيرغ لاندي د امريكا مقابلې ته زړه ښه كړي؛ له دې وروسته به طالبان د ټولو مجاهدينو؛ مخصوصاً د حزب اسلامي مجاهدينو له ملگرتيا محروم وي.
نور بیا ...