news اخبار فوری
clock

ټرامپ او د بگرام د نيولو گواښ او د طالبانو مبهم دريځ!

ټرامپ او د بگرام د نيولو گواښ او د طالبانو مبهم دريځ!

ټرامپ او د بگرام د نيولو گواښ او د طالبانو مبهم دريځ!

لیکنه: مولوی عبدالله سلیم

لومړۍ برخه

  بریانیوز:(پنجشنبه۱۷ میزان)داسی معلومیږی چه ټرامپ د بگرام د هوایی میدان تر لاسه كولو په اړه مصمم او جدي دئ، گواښونه ئې نه باټي دي او نه ټوكي، مخكي راغلل بيا راتلى شي، امریکا د خپل متحدینوسره په (اوم د اکتبر۲۰۰۱) مصادف د۱۵د تلی دمیاشتی ۱۳۸۰) پر افغانستان نظامی یرغل وکړ، البته له ځينو توپيرونو سره، مخكي ځل زموږ ټولو گاونډيانو، د ايران او پاكستان په شمول، روسيې، عربي هېوادونو او ډېرو نورو د دوى مرسته كوله، دا ځل ئې مسكو، تهران او بيجنگ كلك مخالفت كوي، مخكي ځل د دوى مرستي ته اړ وو خو دا ځل د هغوى له مرستي ځان بې نياز گڼي، دا ځكه چي هغه مهال ئې افغان كرايي جنگيالي مسكو پلو او تهران پلو ډلي وې، داسي غربپال سيكولران ئې نه درلودل چي د دغو كرايي جنگياليو بديل وي، اوس ئې د شل كلن اشغال په دوران كي په لسگونو او سلگونو زره داسي كرايي جنگيالي روزلي چي شل كاله ئې په مختلفو برخو كي د افغانستان مسلمان ملت خلاف یی وكارول او وجنگول او په پاى كي ئې له ځان سره بوتلل، د داسي ورځي لپاره چي بيا به ئې جنگوي، امريكا او په ناټو كي شامل هېوادونو هر يوه په لسگونو زره نظامي، امنيتي او استخباراتي پرسونل روزلي، آزمويلي او جنگولي، اوس به د بگرام دهوایی میدان د نيولو او ساتلو لپاره دوى كاروي.

طالبان څه كولى شي؟

  طالبان په پراخه پيمانه وېشل شوي، داخلي اختلافات ئې ډېر پراخ او ژور دي، هم د بگرام د هوایی میدان اوهم له امريكا سره د تعامل په اړه، هم د قبيلوي واكمنۍ او د يوه قوم برلاسي او نورو داخلي او خارجي سياستونو او تگلارو په اړه، هند او پاكستان، سعودي او ايران، روسيه، چين او په مقابل كي ئې امريكا،هر يو ئې د دوى په ليكو كي خپل خپل پلويان لري او مرستي ورسره كوي، د ټرامپ له ادعاء معلومېږي چي لږ تر لږه د طالبانو د تحریک يوه ډله داسي ده چي د بگرام په ارتباط ئې د راكړي وركړي تگلاره غوره كړې، غواړي بگرام وروسپاري خو مشروط په دې چي دوى په اقتدار كي پاته شي. هغه چي گمان كوي طالبان مقاومت كولى شي يا ئې اراده لري، ډېره اشتباه كوي. طالبانو تېر ځل پنځه اونۍ مقاومت ونه شو كولى، پر افغانستان د امريكا بريد، په 7 اکتوبر۲۰۰۱ پیل شو، طالبان په ۱۳ نومبر (۳۵ ورځي) وروسته له کابل ووتل او د شمالي ټلوالي جنگالي ورننوتل، كندهار ئې هم په۱۷ دسمبر( ۳۴ ورځي) وروسته پرېښود او بيا ئې رسماً د كابل امريكايي حكومت ته تسليم كړ. په داسي حال كي چي تر دېرش زره زيات غير افغان جنگيالي د دوى په څنگ كي جنگېدل، مولانا فضل الرحمن پاكستاني فوځ ته په خطاب كي وايي: ولي مو ۳۰ زره پاكستاني زلميان افغانستان ته د جنگ لپاره لېږلي وو؟ هدف ئې هغه پاكستاني طالبان وو چي په پاكستاني مدرسو كي ئې سبقونه ويل، او د افغان طالبانو په څنگ كي د جنگېدو لپاره به لومړي نظامي روزنه وركول كېده او بيا به زموږ هېواد ته رالېږل كېدل. كله چي د طالبانو تر۱۵۰۰۰زيات جنگيالي په شمال كي تسليم شول او د دوستم گلم جم مليشو د امريكا دفاع وزير رامز فيلډ په امر په وحشيانه ډول ووژل، يو شمېر ئې همدغه له پاكستان راغلي طالبان وو.

  كه دوى د دفاع اراده درلودى نو حتماً به ئې څو مهم او اساسي كارونه كړي وو:

الف- ملي اجماع رامنځته كول او ټول ملت په ځانگړې توگه د ملت د منځ نه هغه اسلام ته ژمنافغانان گډ تصميم ته چمتو كول چي د اشغالگرانو خلاف د جنگ مخينه او اراده لري.

ب- له ملت سره به ئې خپلي شلېدلې اړيكي رغولې وې، له ملا ماتوونكو او ناجائزو ماليو، ټكسونو او كميشنونو به ئې لاس اخيستى وو، درنه او د ملت ممثله شورى به ئې جوړه كړې وه، د يوې ډلي او يوه توكم او قبيلې حكومت به ئې په داسي حكومت بدل كړى وو چي ټول ملت ته د منلو وړ وي، هغه حكومت او ډله هيڅكله د بهرنيو يرغلگرو مقابله نه شي كولى چي د ملت له حمايت برخمنه نه وي.

  ج- دوى هغه امريكايي ټانكونه په بگرام هوایی میدان كي راغونډ كړي چي امريكا ئې د استرداد اراده لري، او اوس ئې ځيني جنگيالي هم هلته ځاى پر ځاى كړي، هر څوك چي جنگي تجربه لري پوهېږي چي دا ډېر غلط اقدام دئ، په بگرام كي يو ساعت هم مقاومت نه شي كولى، د شوروى او امريكا خلاف د مجاهدينو درې نيمو لسيزو جهادي تجربو ښودلې چي هغوى ته مو پر چريكي جنگونو سره ماته وركړه، نه په مخامخ جنگونو او د دوى پر مركزونو د بريدونو له لاري، چا چي په تېر جهاد كي يوه وړه ولسوالۍ او حتى د يوې ولسوالۍ محافظتي پوسته په داسي مخامخ جنگ سره نه ده فتح كړې او كه ئې كله فتح كړې نو درې ورځي ئې نه ده ساتلې، څنگه او ولي دا غلطه جنگي تگلاره بيا غوره كوي، په بگرام هوایی میدان كي وسائل او جنگيالي راغونډول د يرغلگرو په گټه كار دئ نه د هغوى خلاف، شتمن او ځواكمن هېوادونه چي د هوايي مدافعې فعال او مجهز سيستمونه لري، داسي چي له دښمن سره سيالي كولى شي، هغوى هم خپل جهازونه او دافع هوا سيستمونه د دښمن له نظره پټوي او د ستر او اخفا له غوښتنو سره سم عمل كوي، خو متأسفانه موږ د دې ټولو خلاف ټانكونه او جنگيالي داسي ځاى ته راغونډوو چي پوهېږو دا د دښمن د بريد اصلي هدف دئ!!

   د- امارت اسلامی د امريكا خلاف تر جنگ او دفاع وړاندي په خپلو ليكو كي پراخي تصفيې ته ضرورت لري، ټرمپ وايي چي له طالبانو سره د بگرام سپارلو په اړه خبري رواني دي او هغوى ئې په بدل كي له موږ غوښتني لري!! دا كوم طالبان دي او له امريكا څه غواړي؟ غوښتنی څه شی دی؟ شخصی غوښتنی لری یا د ملت لپاره؟  ولي داسي مهم او ملي مسائل له ملت پټ دي؟ كوم هيئت چي له امريكا سره د مذاكراتو لپاره دوحې ته لېږل شوى وو، ولي مو هغوى ته اجازه وركړې وه چي ټول مصارف او معاشات به ئې امريكا وركوي، هره مياشت لس ميليون ډالر، نژدي څلور کاله، له۲۰۱۸ تر۲۰۲۱ پوري!! دې لوى هيئت ته چي له خپلو کورنيو سره په دوحه کي اوسېدل، ټول مصارف ئې امريكا ورکول او کره راپورونه وايي چي دا معاشات تر ننه ورکول کېږي!! دې ښاغليو به هلته څه گلان كرلي وي او له امريكا سره به ئې د هغوى كوم شرط نه وي منلى؟! تاسو په كابل كي افغانانو ته وايئ: امريكا ته مو ماته وركړه، افغانستان مو فتح کړی، خو د امارت دوحه مېشت استازي د سي ان ان (CNN) خبريال دې پوښتني ته: آيا په رښتيا تاسو وايئ چي طالبانو امريكا ته ماته وركړه؟ په ځواب كي ئې وايي: نه نه، موږ خو د مذاكراتو لار غوره كړه او له دې لاري داسي حالت ته ورسېدو چي دواړو لوريو ته بريا وه!! له بل ئې خبريال وپوښتل: آيا طالبان له ټولو هېوادونو سره هيڅ مشكل نه لري، حتی د اسرائيل په شمول؟ څو ځله ئې ترې وپوښتل،آيا تاسو له اسرائيل سره هم هیڅ مشكل نه لرئ؟ د طالب ځواب هم دا وو: نو موږ له اسرائيل سره څه مشكل لرو؟ مونژ د نړی د هیڅ هیواد سره مشکل نلرو!  آيا دا ځوابونه د امارت سياستونه تمثيلوي كه له امريكا سره پټي اړيكي او ژمني څرگندوي؟ هر افغان او هر مسلمان له اسرائيل او امريكا سره ډېري ستونزي لري، اسرائيل د امريكا په مرسته زموږ لومړۍ قبله نيولې، محارب دشمن دی، زموږ فلسطيني وروڼه او خويندي ئې وژلي، الله تعالى په خپل قرآن كي يهودان د مؤمنانو تر ټولو زيات شديد دښمنان گڼلي، امريكا زموږ پوروړې ده، تر يو ميليون زيات افغانان ئې وژلي، زموږ هېواد ئې وران كړى،۹ ميليون افغانان ئې د خپلو ورانو مېنو پرېښودو ته اړ كړي، شل كاله ئې پر افغانستان او افغانانو بمونه ورولي، موږ له امريكا ديت او د پراخو ورانيو جبران غواړو، كلونه كېږي چي د افغانستان۹ مليارد ډالر ئې په خپلو بانكونو كي كنگل كړي، د افغانستان وسله والو مخالفينو ته ئې پنا وركړې، زموږ فضاء د امريكا كنټرول كي ده، ډرون ئې زموږ پر ښارونو گرځي، بگرام هوایی میدان له موږ غواړي او په زور ئې غواړي، يو امريكايي متقاعد مامور وايي: غوښتل مي د افغانستان جمهور رئيس شم،... موږ ته ووايئ: هغه طالب چارواكي چي وايي: موږ نه له امريكا سره ستونزه لرو او نه له اسرائيل سره، دا د چا استازيتوب كوي، د امريكا د سياستونو او گټو كه د افغان مسلمان ولس؟ د امارت بهرنى سياست څوك تمثيلوي؟ په دوحه كي د امارت د سياسي دفتر مسئول او په خارجه وزارت كي يو معين، كه كومه بله مرجع؟ ولي يوه ورځ د امريكا او سعودي لپاره ايران ته د روافض او لومړي دښمن خطاب كېږي او په مزار كي ئې تر لس زيات ديپلوماتان بې موجبه وژل كېږي او بله ورځ همدا ايران داسي معتمد او زړه ته نژدي دوست شي چي په زېړو كڅوړو كي پرېمانه ډالر كندهار ته لېږي او ويل كېږي چي په كندهار كي د غزې په څېر تر زمكي لاندي تونلونه ورته جوړوي!! آبله ورځ، په مذاكراتو كي د امريكايي هيئت مشر مطبوعاتو ته دا خبره افشاء كړه: ما يو مهال غوښتل چي د افغانستان جمهور رئيس شم، خو بيا له دې تصميم تېر شوم!! دا شرمناكه او افغانانو ته د پېغور خبره د څه غمازي كوي؟ باور لرم چي دا طمع ئې ستاسو د هيئت له چلن او تنازلاتو په برخه شوې، د هيئت ځينو غړو ورته ويلي: كېدى شي تا د جمهور رئيس په توگه ومنو، نن چي همدا ښاغلى د ټولو افغاني ډلو او جهادی تنظیمونو مخالفت كوي او د طالبانو مدافع وكيل ترې جوړ شوى، وجه ئې همدا ده، او ټرمپ هم چي د بگرام خبره كوي منشأ ئې همدا د دوحې مذكرات او پټ توافقات دي. دا ښاغلى رښتيا وايي، د دوحې په تړون كي د داسي نوي حكومت پر جوړېدو توافق شوى وو چي جمهور رئيس به ئې نه په طالبانو پوري مربوط شخص وي او نه د دوى په مخالفينو پوري تړلى، كه دا له ننگ او شرم ډك خائنانه تړون نه وى شنډ شوى نو يقيناً چي د نوي مؤقت حكومت مشري ته همدا ښاغلى كانديد وو، آيا د طالبانو امير المؤمنين له دې معاملې خبر دئ او آيا اوس ئې سر پرې خلاص شوى او پوه شوى چي هيئت هم د ده پر سر له امريكا سره معامله كړې وه او هم د ټول افغانستان پر سر؟ كه ترې خبر وى نو نن به ئې افغانستان ته د دې نوماند جمهور رئيس د راتگ اجازه نه وركوله، او د ده لپاره به ئې امريكايي بنديان نه خوشي كول.

   هـ- آيا دا سروې مو كړې چي كه امريكا بيا افغانستان ته راشي، نو د افغانانو څو سلنه به ستاسو په څنگ كي ودرېږي، يا به تاسو ته په خپلو كليو او مېنو كي بيا پناه دركړي؟ كه دلته آزاد مطبوعات او د بيان آزادي وى، اختناق، سانسور، د منبر تعطيل، سركاري كول او تنخا خورو خطيبانو ته سپارل نه وى، نو تاسو ته به واضح شوې وه چي د افغان مسلمان ولس څو سلنه له تاسو او له دې نظام او تصرفاتو ئې راضي دي او تاسو ئې پر حمايت حساب كولى شئ، تاسو نن فقط د څو متملق، چاپلوس، سپك او كرايي مداحانو په ويناوو حساب كوئ، د نړۍ ډېرى حكومتونه له همدې كبله نسكور شوي چي د ملت او واكمنو تر منځ ژور واټن رامنځته شوى او غږ ئې تر واكمنو نه دئ رسېدلى، آبله ورځ چا راته ويل: څو تنه كندهاريان كابل ته راغلي وو، ترې ومي پوښتل: د كندهار وضعيت څنگه دئ، څو سلنه كندهاريان له روان وضعيت او د كندهاريانو له حكومت راضي او خوښ دي؟ په لوړي او كلك قسم سره ئې وويل: كه ډېر وي نو په لس زره كي به يو كس وي! رښتيا ئې ويلي، هغه شريف او عزتمن افغانان به څنگه د دې نظام دفاع كوي چي كورونه ئې په وار وار تلاشي كړي، هغه وسلې ئې په زور ترې اخيستلې دي چي له شوروي ځواكونو ئې غنيمت كړې وې او د دوو يرغلگرو مقابله ئې پرې كړې وه؟!

پاسخ دهید

لغو پاسخ

آدرس ایمیل شما منتشر نخواهد شد.

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط Anonymous

    بیشک

    quoto
  • user توسط Anonymous

    تاريخ هر څه ثبتوي، منفور او تورې څېرې د خپل مردار هوس او چوکۍ لپاره د امام ابوحنيفه په څېر شخصيت ژوند ته ګواښ پېښوي، زنداني کوي او د هيڅ عواقبو کيسه کې یې نه دي، لکه الله تعالی چې د دوي له کړنو غافل وي. همېشه د اسلام تر نامه لاندې ظلمونه، بې عدالتۍ، د اقتدار مردار او نا مقدس هوس داسلام د بدنامېدو، د مسلمانانو د ناکامۍ سبب شوی، خو مطمئن يو، چې عالیقدر مشر به له دې امتحان بريالی وځي، مخ توري او منفورې څېرې به الله تعالی رسوا او ذليلې کوي. په دې وياړو چې د امريکا، ذليلزاد او د هغوي د لاسپوڅو حکومتونو تور لست کې همیشه مجاهدين او نېک خلک په نښه کېږي، ان الملوک اذا دخلوا قرية افسدوها وجعلو اعزة اهلها اذلة وکذلک يفعلون

    quoto
  • user توسط Anonymous

    ډېر منفور بدرنګ وحشي انسان دی، د څو ډالرو په مقابل کې د امريکايانو تر څنګ په خپله خاوره، مور او کورنۍ غړو يرغلونه ګوري او مياشتينی معاش ته منتظر وي، دومره بد تاريخ یې پرېښود چې خپلوان به یې په خپلوۍ شرمېژي

    quoto