news اخبار فوری
clock

ټرامپ او د بگرام نيولو گواښ، د طالبانو مبهم دريځ! له حزب اسلامي سره بدغــونى چلن

ټرامپ او د بگرام نيولو گواښ، د طالبانو مبهم دريځ!  له حزب اسلامي سره بدغــونى چلن

ټرامپ او د بگرام نيولو گواښ، د طالبانو مبهم دريځ!

له حزب اسلامي سره بدغونى چلن

لیکنه: مولوی عبدالله سلیم- څلورمه برخه

بریا نیوز:(دوشنبه۲۱ میزان/تله) قرآن د مؤمنانو د مواصفاتو په ضمن كي دا هم د هغوى يو صفت گڼي چي نه ظلم كوي او نه ظلم مني، كه ظلم پرې وشي انتقام اخلي، د يوه مؤمن شاعر يو صفت دا ښيي چي شعر ئې له ظالم د انتقام او له مظلوم د دفاع په خدمت كي وي، فرمايي:

... وَٱنتَصَرُواْ مِنۢ بَعۡدِ مَا ظُلِمُواْۗ وَسَيَعۡلَمُ ٱلَّذِينَ ظَلَمُوٓاْ أَيَّ مُنقَلَبٖ يَنقَلِبُونَ٢٢٧

... او وروسته له هغه چي ظلم پرې شوى غچ ئې اخيستى، او ظالمان به ډېر ژر پوه شي چي په كومي كندي كي به نسكور كړى شي!!

قرآن په دې آيت سره هغه شاعران ستايي چي يو صفت ئې دا وي: مبارز او مجاهد شاعر وي، له مظلومانو دفاع كوي، له ظالمانو د غچ اخيستلو لپاره ملا تړي او په خپلو انقلابي او ظالم ضد اشعارو سره د هغوى پر سر كلك كلك مرگوني گوزارونه كوي، د ظالمانو په ضد پاڅون ته بلنه وركوي او د مظلومانو دردونه منعكس كوي. متأسفانه طالبانو د اقتدار په دې دوران كي همداسي يو نوميالى او د ولس محبوب شاعر، مرحوم مطيع الله تراب، تهديد او په غونډو كي د خپلو انقلابي شعرونو له ويلو منع شو او بيا په روغتون كي مسموم كړى شو. تر مرگ وړاندي ئې وويل: روغتون ته ولاړم، هلته مي څه وخوړل، كله چي كور ته ستون شوم حالت می خراب شو.

د حزب اسلامي مجاهدين خپل ولس ته اطمئنان وركوي چي تل به د دوى په څنگ كي وي او د دوى له حقوقو به د هر تېري كوونكي او جابر په وړاندي دفاع كوي، د اسلام له سپېڅلي حريم او ارزښتونو به د تل په څېر دفاع ته چمتو وي، همغسي چي په تېرو پنځو لسيزو كي ئې د هر كورني او بهرني جابر او متجاوز ځواك مقابله كړې.

هغه ډله چي له ارجل (گډوله) غړو جوړه شوې وي، په نورو دروازو گرځېدلي او په پاى كي له وروستۍ سره يو ځاى شوي، وړاندي ئې له هغو ډلو سره تړاو درلود چي د امريكا په خدمت كي وې، له امريكايانو سره يو ځاى كابل ته راغلل او يو ځاى ورسره ووتل، اوس ئې پناځى اروپا او امريكا ده، له امريكايي سرتېرو سره د بيا راتلو په انتظار كي دي، كه راغلل دا ډله به حتماً له مخكيني برخليك سره مخ كېږي، ځيني به تښتي، ځيني به تسليمېږي او ځيني به غرونو ته خېژي.

ښاغلو! د قدرت په نښه مستو! هغه ورځي درپه ياد كړئ چي په 2001 كي د امريكا تر بريد لږ وړاندي مو په وار وار حكمتيار ته له كندز، كابل، غزني، كندهار او هلمند مكرر ټلفونونه كول، چا چي ټلفونونه كول او په الحاح او تكرار سره ئې له هغه غوښتل چي هېواد ته راشي او مجاهدين د احتمالي يرغل مقابلې ته چمتو او تنظيم كړي، ځيني ئې لا ژوندي او د اقتدار پر كرسيو ناست دي، هغه راغى او د امريكا په خلاف ئې جهاد اعلان كړ، او الله تعالى د شوروي له ماتي وروسته د امريكا خلاف د جهاد پيلولو سعادت هم ورپه برخه كړ، تاسو ووايئ چي چا مو مقاومت وكړ، څومره او چېري؟ او څوك او څومره مو وتښتېدل يا تسليم شول؟ ما له مصنوعي هوش، chat gpt وپوښتل: په ډرون (بې پيلوټه جهازونو) كي راكټونه كله تعبيه شوي، كله او په كوم هېواد كي په لومړي ځل كارول شوي، ځواب ئې دا وو: په 2001 كي راكټونه په كي تعبيه شوي، په لومړي ځل افغانستان كي كارول شوي، د دوو راكټي بريدونو خبر مي تر لاسه كړى: يو په كندهار كي د ملا محمد عمر د كور مخي ته او بل په شيگل کي د حکمتيار پر کاروان.

هغه چي د شوروي ځواكونو خلاف جهاد كي نه دوى وو او نه ئې گوند، د امريكا خلاف جهاد كي د خپلي ولسوالۍ خلكو هم نه پېژندلو، نن د حفاظت لپاره د خپلي قبيلې لوى لښكر لري، د اوسېدو ځاى ئې تر ډېرو حصارونو آخوا، خو هغه چي هم د شوروي خلاف جنگېدلي، هم د امريكا خلاف، د دواړو په تورو فهرستونو كي ئې نومونه درج، نورو افغانستان امريكا ته تسليم كړ او وتښتېدل، خو هغوى د امريكا خلاف جهاد پيل كړ، تاسو له همدغو تورياليو سره حسادت او رخه لرئ، كورونه ئې تلاشي كوئ او د سپكولو او ځورولو لپاره ئې له هيڅ ذليل او سپېره اقدام دريغ نه كوئ. 

د امريكايانو د مخكيني يرغل په پيل كي ستاسو ټول هغه جنگيالي چي شمال ته لېږل شوي وو، يا دوى ته تسليم او ټول ووژل شول يا د حزب اسلامي له جبهاتو سره يو ځاى شول، او له مرگ وژغورل شول، په ژغورل شوو كي ستاسو يو داسي نوميالى قومندان هم وو چي په اوسنيو طالبانو كي سيال نه لري، له خپلو ملگرو سره ئې په بلخ كي د حزب اسلامي يوه معروف قومندان امير جان ته پنا يووړه، څو ځلي ئې د هغه له كور او ټيليفون حكمتيار صاحب ته زنگونه ووهل او ترې وئې غوښتل چي له سيمي د خوندي او ژر ايستلو په اړه خپلو مجاهدينو ته سپارښتنه وكړي، غوښتنه ئې تر سره او له خپلو ټولو ملگرو سره سالم وايستل شو، او روغ كندهار ته ورسېدو، متأسفانه همدې قومندان له بي بي سي سره په مركې كي د حكمتيار صاحب په اړه داسي بده تبصره وكړه چي حزبيان به ئې هيڅكله هېره نه كړي، خو كله چي همدا قومندان د يوې خائنانه توطئې په ترڅ كي شهيد شو، حكمتيار صاحب د هغه ورور او كورنۍ ته تسليت ليك ولېږو. د حزب اسلامي مجاهدينو د طالبانو له پيدايښت تر ننه له دوى سره همداسي ښېگڼي كړې، خو د دوى له لوري د ټولو ښېگڼو بدله داسي وه لكه د دارالامان كور په ارتباط غير اسلامي، غير اخلاقي او د مروت او مېړاني خلاف چلن!!       


پاسخ دهید

لغو پاسخ

آدرس ایمیل شما منتشر نخواهد شد.

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط Anonymous

    بیشک

    quoto
  • user توسط Anonymous

    تاريخ هر څه ثبتوي، منفور او تورې څېرې د خپل مردار هوس او چوکۍ لپاره د امام ابوحنيفه په څېر شخصيت ژوند ته ګواښ پېښوي، زنداني کوي او د هيڅ عواقبو کيسه کې یې نه دي، لکه الله تعالی چې د دوي له کړنو غافل وي. همېشه د اسلام تر نامه لاندې ظلمونه، بې عدالتۍ، د اقتدار مردار او نا مقدس هوس داسلام د بدنامېدو، د مسلمانانو د ناکامۍ سبب شوی، خو مطمئن يو، چې عالیقدر مشر به له دې امتحان بريالی وځي، مخ توري او منفورې څېرې به الله تعالی رسوا او ذليلې کوي. په دې وياړو چې د امريکا، ذليلزاد او د هغوي د لاسپوڅو حکومتونو تور لست کې همیشه مجاهدين او نېک خلک په نښه کېږي، ان الملوک اذا دخلوا قرية افسدوها وجعلو اعزة اهلها اذلة وکذلک يفعلون

    quoto
  • user توسط Anonymous

    ډېر منفور بدرنګ وحشي انسان دی، د څو ډالرو په مقابل کې د امريکايانو تر څنګ په خپله خاوره، مور او کورنۍ غړو يرغلونه ګوري او مياشتينی معاش ته منتظر وي، دومره بد تاريخ یې پرېښود چې خپلوان به یې په خپلوۍ شرمېژي

    quoto