news اخبار فوری
clock

پر ښځینه افغان روغتیايي کارکوونکو لګېدلي محدودیتونه لرې کړي

پر ښځینه افغان روغتیايي کارکوونکو لګېدلي محدودیتونه لرې کړي
د روغتیا نړیوالې ټولنې پر ښځینه روغتیايي کارکوونکو د محدودیتونو د لرې کولو غوښتنه وکړه
بریا نیوز: د روغتیا نړیوالې ټولنې د اسلامي امارت له چارواکو غوښتي، چې پر ښځینه افغان روغتیايي کارکوونکو لګېدلي محدودیتونه لرې کړي او اغېزمنو سیمو ته له محرم پرته د سفر اجازه ورکړي.
په افغانستان کې د روغتیا نړیوالې ټولنې مرستیالې ډاکټرې مکته شرما رویټرز ته ویلي، چې په اغېزمنو سیمو کې د ښځینه روغتیايي کارکوونکو کمښت یوه جدي ستونزه ده.
د نوموړې د څرګندونو له مخې؛ په اړوند سیمو کې شاوخوا ۹۰ سلنه روغتیايي کارکوونکي نرینه دي او یوازې ۱۰ سلنه یې قابلې او نرسانې دي، چې متخصصې ډاکټرانې ندي.
دې وضعیت ډېرو ښځو ته تر روغتیایي مرکزونو لاسرسی ستونزمن کړی دی، یا دا، چې دوی له نرینه کارمندانو سره له مخ کېدو څخه وېره لري یا دوی ته د محرم د نشتوالي له کبله د سفر کولو اجازه نه‌ورکول کیږي.

پاسخ دهید

لغو پاسخ

آدرس ایمیل شما منتشر نخواهد شد.

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط Anonymous

    بیشک

    quoto
  • user توسط Anonymous

    تاريخ هر څه ثبتوي، منفور او تورې څېرې د خپل مردار هوس او چوکۍ لپاره د امام ابوحنيفه په څېر شخصيت ژوند ته ګواښ پېښوي، زنداني کوي او د هيڅ عواقبو کيسه کې یې نه دي، لکه الله تعالی چې د دوي له کړنو غافل وي. همېشه د اسلام تر نامه لاندې ظلمونه، بې عدالتۍ، د اقتدار مردار او نا مقدس هوس داسلام د بدنامېدو، د مسلمانانو د ناکامۍ سبب شوی، خو مطمئن يو، چې عالیقدر مشر به له دې امتحان بريالی وځي، مخ توري او منفورې څېرې به الله تعالی رسوا او ذليلې کوي. په دې وياړو چې د امريکا، ذليلزاد او د هغوي د لاسپوڅو حکومتونو تور لست کې همیشه مجاهدين او نېک خلک په نښه کېږي، ان الملوک اذا دخلوا قرية افسدوها وجعلو اعزة اهلها اذلة وکذلک يفعلون

    quoto
  • user توسط Anonymous

    ډېر منفور بدرنګ وحشي انسان دی، د څو ډالرو په مقابل کې د امريکايانو تر څنګ په خپله خاوره، مور او کورنۍ غړو يرغلونه ګوري او مياشتينی معاش ته منتظر وي، دومره بد تاريخ یې پرېښود چې خپلوان به یې په خپلوۍ شرمېژي

    quoto