news اخبار فوری
clock

په نورستان کې د کامدیش د ښکلو ځنګلونو سوځېدنه؛ اور لاهم نه دی مړ شوی

په نورستان کې د کامدیش د ښکلو ځنګلونو سوځېدنه؛ اور لاهم نه دی مړ شوی

د نورستان ولایت د کامدیش ولسوالۍ اوسېدونکي وایي، د دې ولسوالۍ د «کشتوز» کلي شنې او ښکلې ځنګلونه له دوو ورځو راهیسې د سخت اور لمبو لاندې دي، خو لا هم دا اور نه‌دی کنټرول شوی

د عیني شاهدانو په وینا، دا اور د یکشنبې په ورځ (د عقرب ۱۸مه) پیل شو او تر اوسه یې پراخې سیمې لاندې کړې دي. د اور لمبې ورځ تر بلې لوړېږي او د شنو ونو، ځنګلي ژوند او چاپېریال لپاره یې جدي ګواښ رامنځته کړی دی

د سیمې اوسېدونکي د خپلو وسایلو او امکاناتو په زور هڅه کوي چې اور مړ کړي، خو د اوبو، ماشینونو او نورو تجهیزاتو د نشتوالي له امله یې هڅې تر اوسه بې‌نتیجې پاتې شوې دي

:یوه سیمه‌ییز اوسېدونکي ویلي

موږ د خپل ژوند په خطر اچولو سره هڅه کوو اور مهار کړو، خو امکانات نه لرو، او که مرسته ونه‌شي، ښايي ټول ځنګل له منځه ولاړ شي

ځايي خلک له اړوندو ادارو، په ځانګړي ډول د چاپېریال ساتنې او بیړنیو مرستو له مسوولینو غوښتنه کوي چې ژر تر ژره د اور د مهار لپاره اقدام وکړي، څو د نورستان طبیعي ښکلا او شنه شتمني له بشپړ نابودېدو وژغورل شي

پاسخ دهید

لغو پاسخ

آدرس ایمیل شما منتشر نخواهد شد.

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط EznJkcyqGlVVNqJYKIXyusu

    dSvXCdDsOpiOWxtqJcFHVoBJ

    quoto
  • user توسط kqJNVJAJjdkUhrLasVwfl

    BbjGYfVvnCqzmaVT

    quoto
  • user توسط amnEgqsNUzvWoQbbsBRd

    FYgtpBvvsvxnPazF

    quoto