ملګرو ملتونو د امنیت شورا د غزې په اړه نوې پرېکړهليک؛ ګوترش: د اوربند د پیاوړتیا لاره نوره هم قوي شوه
د ملګرو ملتونو سرمنشي، انتونیو ګوترش، د امنیت شورا له لوري د غزې په اړه د وروستي پرېکړهليک تصویب یو «مثبت ګام» وباله او ټینګار یې وکړ چې دا اقدام د اوربند د ټینګېدو او پیاوړتیا په لور مهم پرمختګ دی. دا څرګندونې په داسې حال کې مطرح کېږي چې په غزې کې جګړه او بشري ناورین لاهم دوام لري او د مرستو د رسېدو لارې محدودې پاتې دي.
ګوترش وویل چې نوی پرېکړهليک کولای شي د جګړې د کمېدو لپاره زمینه برابره کړي، خو زیاته یې کړه چې د ملکي وګړو د خوندیتوب، بشري مرستو د پراختیا او دوامدار اوربند لپاره لا زیات عملي اقدام ته اړتیا ده
خو د امنیت شورا دا پرېکړهليک ټولې خواوې نه دي راضي کړې. کریګ موخیبر، چې پخوا د نیویارک په دفتر کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د عالي کمیشنر د دفتر مشر و، دا پرېکړهليک «شرمناک» بللی او ویلي یې دي چې دا د ملګرو ملتونو د اخلاقي دریځ د کمزورۍ څرګندونه کوي
موخیبر په ایکس (پخوانी ټویټر) کې لیکلي: «د امنیت شورا هېڅ غړي دومره زړورتیا یا اصول نه لرل چې د امریکا او اسراییلو د استعماري پروژې پر وړاندې ودریږي. نن د ملګرو ملتونو د تاریخ له شرمناکترینو ورځو څخه وه
د غزې جګړې له پیله تر اوسه په زرګونو ملکي کسان وژل شوي او په میلیونونو نور بېځایه شوي دي، خو د نړیوالو هڅو سره سره لاهم د اوربند لپاره پایدار او عملي حل نه دی رامنځته شوی
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1607
-
اخبار افغانستان
613
-
مقاله
262
-
سیاست
44
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl