د اطلاعاتو او کلتور وزیر د ملي موزیم له لیدنې وروسته د تاریخي او فرهنګي میراثونو د خوندي ساتلو پر اهمیت ټینګار وکړ
د اطلاعاتو او کلتور وزیر د افغانستان د ملي موزیم له ریاست څخه د لیدنې پر مهال وویل چې د هېواد تاریخي او فرهنګي شتمنۍ د ټول ملت ګډ میراث دی او ساتنه یې ستر مسؤلیت ګڼل کېږي
وزیر د موزیم د کارکوونکو له علمي، تاریخي او فرهنګي فعالیتونو څخه قدرداني وکړه او یې ویل چې ملي موزیم د هېواد د تمدن، هویت او لرغوني تاریخ یوه مهمه کړکۍ ده. نوموړي ټینګار وکړ چې د لرغونو آثارو د ساتنې، تنظیم او معیاري خونديسازۍ لپاره به نور هم کار وشي او اړوند ادارې به د دې برخه د پیاوړتیا لپاره پراخ اقدامات ترسره کړي
مسؤلینو د موزیم د اوسنۍ وضعې، ستونزو او اړتیاوو په اړه هم مفصل راپور وړاندې کړ او د میراثونو د لا ښه خوندي کولو لپاره یې د نوو اسانتیاوو غوښتنه وکړه
د ملي موزیم رهبري وایي چې د هېواد د تاریخي اثارونو د ژغورلو، راټولولو او نندارې ته وړاندې کولو هڅې روانې دي، خو د لا ځواکمن ملاتړ اړتیا لري، څو د افغانستان د لرغوني تمدن نښهنښانې د وخت له زیان څخه خوندي پاتې شي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1607
-
اخبار افغانستان
613
-
مقاله
262
-
سیاست
44
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl