مسکو – د روسیې دولتي رسنیو راپور ورکړی، چې د دغه هېواد چارواکو ادعا کړې د ولسمشر ولادیمیر پوتین استوګنځی د اوکراییني ډرونونو د برید هدف ګرځېدلی دی. د روسیې د هوايي دفاع د توغندیزو قطعو قومندان الکساندر روماننکوف ویلي، چې یاد ډرونونه د اوکرایین د سومي او چرنیهیف سیمو څخه توغول شوي وو
د نوموړي په وینا، برید کوونکو هڅه کړې وه چې د څو بېلابېلو لارو څخه، په یو وخت کې، د روسیې د ولسمشر استوګنځي ته نږدې شي. د روسي چارواکو د معلوماتو له مخې، دا پېښه د چهارشنبې په شپه، د ډسمبر ۲۸مه، شاوخوا د ماښام په ۷:۲۰ بجو د مسکو پر وخت تشخیص شوې ده
هدفمند او له مخکې پلان شوی برید
روسي مقامونه وايي، دا برید «له مخکې پلان شوی او هدفمند» و، خو ټینګار کوي چې د روسیې د هوايي دفاع سیستمونو ډرونونه پر وخت شنډ کړي دي. د هغوی په وینا، په دې پېښه کې نه ځاني تلفات او نه هم مالي زیان اوښتی دی
خو تر دې دمه خپلواکو سرچینو دغه ادعاوې نه دي تایید کړې. همدارنګه، د روسیې لهخوا د کارول شویو ډرونونو د شمېر، ډول او تخنیکي ځانګړتیاوو په اړه کوم کره جزییات نه دي خپاره شوي، چې دا موضوع د یادو ادعاوو د شفافیت او رښتینولۍ په اړه پوښتنې راپورته کوي
شکونه او ناپېژندل شوی حقیقت
سیاسي او پوځي شنونکي وايي، چې دا ډول ادعاوې په داسې حساس وخت کې مطرح کېږي، چې د اوکرایین او روسیې جګړه د څلورم کال پر پوله ولاړه ده او دواړه لوري هڅه کوي خپل دریځونه پیاوړي وښيي. د جزییاتو نشتون او د خپلواکو سرچینو لهخوا د نه تایید له امله، د روسیې دا ادعا تر اوسه له شکونو سره مل ده
تر اوسه د اوکرایین رسمي چارواکو په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی، خو کییف مخکې هم ورته تورونه رد کړي او ویلي یې دي، چې مسکو دا ډول ادعاوې د سیاسي فشار او تبلیغاتي جګړې د یوې برخې په توګه کاروي
په هر حال، دا پېښه – که رښتیا وي که ادعا – یو ځل بیا د اوکرایین او روسیې ترمنځ د جګړې د خطرناکې کچې او د امنیتي وضعیت د نازکوالي څرګندونه کوي، هغه وضعیت چې د سیمې او نړۍ د امنیت لپاره جدي اندېښنې زېږوي