بيجينګ – چين: د امريکا او اسرائيل بريد پر ايران د نړيوالو قوانينو سرغړونه ګڼل کېږي
بریا نیوز:(چهارشنبه،۱۳حوت۱۴۰۴)
بيجينګ – د چين د بهرنیو چارو وزارت ويلي چې دامريکا او اسرائيل لخوا پر ايران ترسره شوی پوځي بريد د نړيوالو قوانينو سرغړونه ده او ايران د اټومي انرژۍ د سوله یيز استعمال بشپړ حق لري
د چين د بهرنیو چارو وزارت په خپلو څرګندونو کې ټينګار کړی چې د دې بريد ترسره کول په داسې مهال چې د ايران د اټومي پروګرام په اړه د نړيوالو خبرو اترو بهير روان و، نه يوازې غيرقابل قبول دي، بلکې د سيمې پر امنيتي حالت پراخه منفي اغېزې لرلی شي. د چين په وينا، هر ډول پوځي اقدام د سيمې د بېثباتۍ کچه لوړه او د ګاونډيو هېوادونو لپاره جدي خطرونه رامنځته کوي
چين خبرداری ورکړی چې د جګړې دوام د سيمې نورو هېوادونو ته هم ګواښ پېښولی شي او د پوځي شخړو د پراختيا امکان زیاتوي. پکن له ټولو اړخونو غوښتي چې سمدستي پوځي عمليات ودروي، بېرته د ډيپلوماټيکو خبرو ميز ته ورګرځي او د شخړو د حل لپاره د سولهیيزو لارو چارو ملاتړ وکړي
چين همدارنګه په څرګنده توګه ويلي چې د ملګرو ملتونو د امنيت شورا په ګډون، د نړيوالو ډيپلوماټيکو هڅو بشپړ ملاتړ کوي او د سيمهييز ثبات، اقتصادي پرمختګ او د ټولو اړخونو ترمنځ د باور فضا ټينګښت ته ژمن دی. شنونکي وايي چې د چين دا دریځ ښايي د نړيوالې ديپلوماسۍ په ډګر کې د فشارونو کمولو او د شخړې د پراخېدو مخنيوي لپاره مهم رول ولوبوي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?