د اسرائیل دفاع وزیر: هر څوک چې د ایران د رهبر ځایناستی شي، په نښه کېږي
بریانیوز( پنجشنبه، ١۴ حوت ١٤٠٤)
تل ابیب – د اسرائیل دفاع وزیر، یائیر کاتز، تازه خبرداری ورکړی چې هېواد به یې هر هغه کس په نښه کړي چې په ایران کې د آیتالله سید علی خامنهای د ځای ناستي په رول ټاکل کېږي. د کاتز څرګندونې په داسې وخت کې مخې ته راغلي چې ایران د کورني سیاسي بدلونونو او احتمالي نویو مشرتابه د ټاکلو په حال کې دی کاتز ویلي، چې اسرائیل د سیمې امنیت ته ژمن دی او د ایران د احتمالي نویو مشرتابه کړنو ته نږدې څارنه کوي. هغه ټینګار کړی چې اسرائیل به د هر هغه اقدام پر وړاندې چې د اسرائيلو ملي امنیت ته ګواښ پېښوي، جدي امنیتي تدابیر او استخباراتي اقدامات عملي کړي د اسرائیل چارواکو په دې وروستیو کې د ایران د کورنیو او سیاسي پېښو په اړه اندېښنې څرګندې کړي دي او ویلي یې دي چې د ایران داخلي فشارونه او احتمالي بدلونونه کولای شي د منځني ختیځ په امنیت منفي اغېزې ولري. کاتز زیاته کړې چې اسرائیل به د خپلو ګټو او د سیمهییزو همکارانو د امنیت لپاره هېڅ ډول خطر ونه مني کارپوهان وایي، د اسرائیل دا څرګندونې د سیمې د کړکېچ د زیاتوالي او د احتمالي سختو کړنو د خبرداري په توګه لوستل کېږي. دوی دا هم وایي چې د ایران د رهبرۍ بدلون ممکن د سیمې د سیاسی او امنیتي توازن په برخه کې مهم بدلونونه رامنځته کړي په نړیواله کچه، د ایران احتمالي نوي مشران د نړیوالو هیوادونو له څارنې لاندې دي او هر ډول بدلونونه د سیمهییزو کړکېچونو د زیاتوالي سبب کېدای شي. د اسرائیل د دفاع وزیر څرګندونې ښيي چې تل ابیب په دې برخه کې خپل امنیتي او استخباراتي تګلارې جدي ساتي او د هر ډول احتمالي خطر په وړاندې چمتووالی لري
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?