د ملګرو ملتونو د ښځو څانګه: د جګړو له زیاتېدو سره د افغان ښځو وضعیت لا خراب شوی
بریانیوز:(چهارشنبه، ۲۷ حوت۱۴۰۴)
د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې ویلي، که څه هم روان کال له وړاندې هم د افغانستان د ښځو لپاره له ستونزو ډک و، خو د پاکستان سره د شخړو له زیاتېدو وروسته د هغوی وضعیت «لا پسې خراب» شوی دی
د دې ادارې په وینا، روانو نښتو د ښځو پر ورځني ژوند ژور اغېز کړی، او هغوی اوس له لا ډېرو محدودیتونو، اقتصادي ستونزو او رواني فشارونو سره مخ دي. راپور زیاتوي، چې ناامني نه یوازې د ښځو د کار او زدهکړې فرصتونه کم کړي، بلکې د هغوی خوندیتوب هم جدي ګواښلی دی
د ملګرو ملتونو اړوند مسؤلینو ټینګار کړی، چې افغان ښځې لا له وړاندې له ګڼو ننګونو سره مخ وې، خو وروستیو پېښو د هغوی وضعیت نور هم ترینګلی کړی او بېړنۍ پاملرنې ته اړتیا ده
د ښځو د حقونو ملاتړي بنسټونه له نړیوالې ټولنې غواړي، چې د افغان ښځو د ملاتړ لپاره عملي ګامونه واخلي او ډاډ ترلاسه کړي، چې هغوی له بنسټیزو حقونو بېبرخې نه پاتې کېږي
راپور په داسې حال کې خپرېږي، چې د سیمې امنیتي وضعیت لا هم نازک دی او د دې حالت دوام کولای شي د ټولنې پر بېلابېلو قشرونو، په ځانګړي ډول پر ښځو، اوږدمهاله منفي اغېزې ولري
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1483
-
اخبار افغانستان
490
-
مقاله
172
-
Uncategorized
27
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl