news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

د مسکو خبرداری: پوتین ترمپ ته وویل، پر ایران هر پوځي اقدام به نړۍ له سختو پایلو سره مخ کړي

د مسکو خبرداری: پوتین ترمپ ته وویل، پر ایران هر پوځي اقدام به نړۍ له سختو پایلو سره مخ کړي

د مسکو خبرداری: پوتین ترمپ ته وویل، پر ایران هر پوځي اقدام به نړۍ له سختو پایلو سره مخ کړي

بریانیوز: دوشنبه، ۱۴ ثور۱۴۰۵  

کاخ کرملین اعلان کړی چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د چهارشنبې په ورځ له پخواني امریکایي ولسمشر  ټرمپ سره په ټلیفوني اړیکه کې سخت خبرداری ورکړی چې که ایالات متحده له ایران سره شخړې بیا پیل کړي، نو دا به «درنې او ناوړه پایلې» ولري

د راپورونو له مخې، پوتین په ټینګار سره ویلي چې د جګړې بیا پیل، په ځانګړي ډول د ایران پر خاوره هر ډول ځمکنۍ پوځي عملیات، «خطرناک، پاروونکی او د منلو وړ نه دي

هغه همدارنګه زیاته کړې چې دا ډول اقدام به نه یوازې ایران ته، بلکې ټوله نړیواله ټولنه له جدي امنیتي ګواښونو سره مخ کړي. د نوموړي په وینا، د منځني ختیځ وضعیت لا له وړاندې حساس دی او هره نوې پوځي نښته کولای شي د پراخو نړیوالو شخړو لامل شي

سیاسي شنونکي باور لري چې د مسکو دا څرګندونې د سیمې د ثبات د ساتنې په موخه دي او روسیه هڅه کوي چې د احتمالي جګړې مخه د ډیپلوماسۍ له لارې ونیسي

روسیه له ټولو ښکېلو لورو غواړي چې د تاوتریخوالي پر ځای د خبرو اترو لار خپله کړي، څو نړیوال امنیت له نويو ګواښونو څخه وژغورل شي


برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto