news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

د پاکستان د اپوزېسیون سخت خبرداری: «افغانستان د امپراتوریو هدیره ده، بیا تېروتنه مه تکراروئ

د پاکستان د اپوزېسیون سخت خبرداری: «افغانستان د امپراتوریو هدیره ده، بیا تېروتنه مه تکراروئ

د پاکستان د اپوزېسیون سخت خبرداری: «افغانستان د امپراتوریو هدیره ده، بیا تېروتنه مه تکراروئ

بریانیوز: دوشنبه، ۱۴ ثور۱۴۰۵

د پاکستان د ملي شورا د اپوزېسیون مشر په خپلو تازه څرګندونو کې خبرداری ورکړی چې پر افغانستان د واک ترلاسه کولو، مستقیمې مداخلې یا سیاسي کنټرول هر ډول هڅه به نه یوازې ناکامه وي، بلکې خطرناکې او پراخې پایلې به ولري

نوموړي د تاریخ له مهمو تجربو سره په اشارې وویل چې افغانستان د بهرنیو قدرتونو لپاره تل یو ستونزمن او نه‌قابل مهار چاپېریال پاتې شوی. هغه د انګلو-افغان جګړې، د شوروي یرغل پر افغانستان، او د د امریکا جګړه په افغانستان یادونه وکړه او ویې ویل چې دغو ټولو قدرتونو د پوځي برلاسي سره سره، په پای کې د ناکامۍ او شاتګ لاره خپله کړې ده

هغه زیاته کړه چې افغانستان یوازې د پوځې ځواک له لارې نه شي کنټرولېدای، ځکه د دې هېواد جغرافیه، غرنی طبیعت، قومي جوړښت او تاریخي خپلواکي‌پالنه د هر ډول بهرني نفوذ پر وړاندې قوي خنډونه جوړوي. د هغه په وینا، هر هغه لوری چې د زور له لارې د واک ترلاسه کولو هڅه کوي، په حقیقت کې د اوږدمهاله بې‌ثباتۍ تخم شیندي

د اپوزېسیون مشر ټینګار وکړ چې نړیوال او سیمه‌ییز قدرتونه باید له تېرو ناکامیو زده کړه وکړي او د جګړې پر ځای د ډیپلوماسۍ، سیاسي تفاهم او اقتصادي همکارۍ لارې غوره کړي. هغه وویل چې د افغانستان ثبات یوازې د افغانانو په مالکیت او مشارکت سره تضمینېدای شي، نه د بهرنیو فشارونو له لارې

نوموړي همدارنګه خبرداری ورکړ چې هر ډول نوې مداخله کولای شي د سیمې امنیتي وضعیت نور هم پېچلی کړي، د کډوالۍ نوې څپې رامنځته کړي او اقتصادي زیانونه پراخ کړي. د هغه په خبره، دا ډول اقدامات به یوازې د افغانستان نه، بلکې د ټولې سیمې پر امنیت منفي اغېز وکړي

سیاسي شنونکي باور لري چې دا څرګندونې په داسې وخت کې کېږي چې سیمه له حساسو بدلونونو سره مخ ده، او د افغانستان په اړه هر ډول تګلاره باید له احتیاط، ژور درک او دوامداره ستراتیژۍ سره مل وي. د دوی په اند، که نړیواله ټولنه د افغانستان د ثبات لپاره ریښتینې هڅه کوي، نو باید د افغانانو خپلواکه تصمیم‌نیونه او ملي حاکمیت ته درناوی وکړي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto