بلخ کې مور پنځه ماشومان زېږولي؛ ډاکټران د روغتیا وضعیت د ډاډ وړ بولي
بریانیوز- دوشنبه ٢۵ جوز ١٤٠٥
مزار شریف – د بلخ د عامې روغتیا چارواکي وایي، د دغه ولایت په حوزوي روغتون کې یوې مور پنځه ماشومان نړۍ ته راوړي، چې درې یې نجونې او دوه یې هلکان دي
د روغتون د ډاکټرانو په وینا، دا نادره زېږون د طبي ټیم تر جدي څارنې لاندې ترسره شوی او د مور او ټولو نویو زیږېدلو ماشومانو روغتیايي وضعیت د ډاډ وړ بلل شوی دی
مسوولان زیاتوي چې هغوی اوس هم تر دوامدارې طبي څارنې لاندې دي څو د هر ډول روغتیايي پیچلتیا مخه ونیول شي
د ماشومانو پلار چې د بلخ د دولتآباد ولسوالۍ اوسېدونکی دی او په ایران کې ژوند کوي، د خپلو پنځو ماشومانو د زېږون له امله خوښي څرګنده کړې، خو ویلي یې دي چې د دومره لویې کورنۍ د لومړنیو اړتیاوو پوره کول ورته جدي اقتصادي ننګونه ده
هغه له خیریه بنسټونو او مرستندویه ادارو څخه غوښتنه کړې چې له دې کورنۍ سره د ماشومانو د سالمې روزنې او لومړنیو اړتیاوو په برابرولو کې مرسته وکړي
روغتیايي کارپوهان وایي، د یو ځل څو ماشومانو زېږون نادره طبي پېښه ده او ځانګړې پاملرنې ته اړتیا لري، څو د مور او ماشومانو روغتیا په خوندي ډول وساتل شي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1684
-
اخبار افغانستان
784
-
مقاله
424
-
سیاست
115
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl