د امریکا او ایران د سولې د لومړني توافق په اعلان سره د سرو زرو بیې لوړې شوې
بریانیوز- دوشنبه ٢۵ جوز ١٤٠٥
د سرو زرو نړیوالو بازارونو کې بیې د دوشنبې په ورځ تر ۲ سلنې زیاتې لوړې شوې، وروسته له هغې چې د امریکا او ایران چارواکو د جګړې د پای ته رسولو لپاره د یوې لومړنۍ هوکړې خبر ورکړ
د راپور له مخې، د دې اعلان تر څنګ د تېلو نړیوالې بیې راکمې شوې، ځکه د منځني ختیځ د کړکېچ د کمېدو له امله د انرژۍ د عرضه او ترانزیت په اړه اندېښنې کمې شوې دي
اقتصادي شنونکي وایي، کله چې جیوپولټیکي فشارونه کمېږي، د تېلو بازار عموماً آرامېږي، خو په ورته وخت کې پانګهوال د احتمالي خطرونو د ساتنې لپاره خوندي شتمنیو ته، لکه سرو زرو ته، مخه کوي، چې همدا لامل د بیو د لوړوالي سبب ګرځېدلی دی
د بازار شنونکي زیاتوي چې د سولې د خبرو دوام او د سیمې د کړکېچ کمېدل کولی شي په راتلونکو ورځو کې د انرژۍ او قیمتي فلزاتو بازارونو ته نوی توازن ورکړي او د نړیوال اقتصاد پر لور اغېزمن بدلونونه رامنځته کړي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1684
-
اخبار افغانستان
784
-
مقاله
424
-
سیاست
115
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl