د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف ادعا کړې چې د افغانستان د طالبانو حکومت له پاکستان څخه د پاکستاني وسلهوالو ډلو د مېشتولو لپاره د ۱۰ میلیارده روپیو غوښتنه کړې وه
بریانیوز سهشنبه، ٢٦ جوزا ١٤٠٥
د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف نن د دغه هېواد پارلمان ته وویل چې د افغانستان د طالبانو حکومت له پاکستان څخه د پاکستاني وسلهوالو ډلو د ځای پر ځای کولو او مېشتولو لپاره د ۱۰ میلیارده روپیو غوښتنه کړې وه.
هغه زیاته کړه: «موږ د دغو پیسو ورکولو ته چمتو وو، خو دا تضمین به چا راکاوه چې دغه کسان به بیا سرحدي سیمو ته نه ستنېږي؟»
خواجه اصف یو ځل بیا په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې د ناامنۍ پړه پر افغانستان واچوله او ادعا یې وکړه چې له ۲۰۲۲ کال راهیسې په پاکستان کې ۴۳۱۷ امنیتي سرتېري، د قانون پلي کوونکو ادارو غړي او ملکي وګړي په ترهګریزو بریدونو کې وژل شوي، او د دغو بریدونو سرچینه افغانستان ده.
نوموړي د پاکستان د پخوانیو سیاستونو په اړه هم خبرې وکړې او ومنله چې هېواد یې په ۱۹۸۰مه لسیزه او وروسته د جنرال پروېز مشرف د واکمنۍ پر مهال د امریکا د نیابتي جګړې د یوې وسیلې په توګه کارول شوی و.
د افغان طالبانو سره د خبرو لپاره د جرګې د لېږلو په اړه خواجه اصف وویل چې حکومت یې د دغه وړاندیز هرکلی کوي، خو ټینګار یې وکړ چې جرګه باید له طالبانو څخه د ترهګرۍ د مخنیوي په برخه کې روښانه او عملي تضمینونه ترلاسه کړي او بېپایلې بېرته را ونه ګرځي.
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1685
-
اخبار افغانستان
794
-
مقاله
432
-
سیاست
122
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl