news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

خواجه آصف: له طالبانو سره پرله‌پسې مذاکراتو د پاکستان امنیتي اندېښنې نه دي حل کړې

خواجه آصف: له طالبانو سره پرله‌پسې مذاکراتو د پاکستان امنیتي اندېښنې نه دي حل کړې

د پاکستان د دفاع وزیر خواجه آصف ویلي، اسلام‌آباد په تېرو کلونو کې څو ځله له طالبانو سره خبرې اترې او مذاکرات کړي، خو دغو هڅو د سرحدونو هاخوا د بریدونو د مخنیوي او د وسله‌والو ډلو د مهارولو په برخه کې مطلوبه پایله نه ده ورکړې.

بریانیوز- سه‌شنبه، ٢٦ جوزا ١٤٠٥

نوموړي د سه‌شنبې په ورځ د پاکستان په ملي شورا کې د وینا پر مهال، د طالبانو سره د اسلام‌آباد د اړیکو او تعامل په اړه د شویو نیوکو په ځواب کې وویل چې د پاکستان سیاسي، پوځي او استخباراتي چارواکو له طالب چارواکو سره پراخې خبرې کړې دي، خو دغو مذاکراتو کومه څرګنده او عملي لاسته راوړنه نه ده لرلې.

د پاکستان د دفاع وزیر زیاته کړه چې د افغانستان مسئله د پاکستان له امنیتي وضعیت سره نېغ تړاو لري، او د هغه په وینا، په بلوچستان او خیبر پښتونخوا ایالتونو کې ګڼ شمېر بریدونه په افغانستان کې د مېشتو وسله‌والو ډلو له فعالیتونو سرچینه اخلي.

خواجه آصف هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې پاکستان له طالبانو سره کافي تعامل نه دی کړی. هغه وویل چې په شخصي توګه یې دوه ځله د پاکستان د لوړپوړو پلاوو د غړي په توګه افغانستان ته سفر کړی او په دغو سفرونو کې د پاکستان د پوځ د استخباراتي ادارې (ISI) مشر هم ورسره ملګری و.

هغه ټینګار وکړ چې پاکستان د ستونزو د حل لپاره د خبرو اترو له لارې ډېرې هڅې کړې دي، خو تر اوسه یې د امنیتي اندېښنو د کمېدو په برخه کې د پام وړ پایلې نه دي ترلاسه کړې.

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto