news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

د ټرمپ مرستیال: له ایران سره د هوکړې متن ښايي تر رسمي غونډې مخکې خپور شي

د ټرمپ مرستیال: له ایران سره د هوکړې متن ښايي تر رسمي غونډې مخکې خپور شي

د ټرمپ مرستیال: له ایران سره د هوکړې متن ښايي تر رسمي غونډې مخکې خپور شي

بریانیوز- سه شنبه ٢۶ جوز ١٤٠٥

د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ مرستیال ویلي، کېدای شي له ایران سره د شوې هوکړې بشپړ متن د جمعې ورځې له رسمي غونډې وړاندې ولس ته وړاندې شي

 ویلي، د واشنګټن او تهران ترمنځ هوکړه د دواړو هېوادونو د مشرانو له لوري په برېښنايي بڼه منل شوې او لاسلیک شوې ده، او اوس یوازې د وروستي پړاو چارې پاتې دي

د هغه په وینا، د جمعې په ورځ به په  سویس کې د جوړېدونکې غونډې پر مهال د هوکړې لیکونه یو بل ته وسپارل شي او وروستي مخامخ لاسلیکونه به هم ترسره شي

نوموړي زیاته کړه چې دغه هوکړه د دواړو هېوادونو ترمنځ د اوږدې مودې کړکېچ د کمېدو لپاره یو مهم ګام ګڼل کېږي او تمه ده چې د سیمې پر ارامۍ او ثبات به ښې اغېزې ولري

دا څرګندونې په داسې وخت کې کېږي چې د امریکا او ایران ترمنځ د نوې هوکړې په اړه د نړۍ پام ور اوښتی او د سیمې د راتلونکو بدلونونو په تړاو بېلابېل اټکلونه روان دي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto