نفتالي بینت: اسرائیل د ایران پر وړاندې ټاکل شوي درې اساسي هدفونه لا نه دي پوره کړي
بریانیوز- سه شنبه ٢۶ جوز ١٤٠٥
د اسرائیل پخواني لومړي وزیرنفتالي بینت؛ ویلي چې که څه هم له ایران سره په وروستیو شخړو کې ځینې پرمختګونه او نظامي لاسته راوړنې شوې دي، خو اسرائیل لا هم د هغه ستراتیژیکو درېو هدفونو په ترلاسه کولو کې پاتې راغلی چې د حکومت له خوا مخکې ټاکل شوي وو
نوموړي په خپلو څرګندونو کې ویلي چې د ایران اټومي پروګرام لا تر اوسه په بشپړ ډول له منځه نه دی وړل شوی، او د دې پروګرام بنسټیز جوړښتونه او فعالیتونه لا هم موجود دي. هغه زیاته کړې چې د ایران د بالستیک توغندیو سیستمونه هم فعال پاتې دي او د هغوی د تولید او پراختیا چارې په بېلابېلو تاسیساتو کې دوام لري
بینت دا هم ویلي چې د توغندیو د تولید فابریکې لا هم په کار بوختې دي او دا وضعیت د اسرائیل د اوږدمهاله امنیت لپاره جدي ننګونه جوړوي. د هغه په وینا، یوازې محدودې پوځي کړنې د دې ستونزې د بشپړ حل لپاره بسنه نه کوي، بلکې پراخ او منظم ستراتیژیک اقداماتو ته اړتیا ده
نوموړي همدارنګه د اسرائیل پر اوسني سیاسي مشرتابه نیوکه کړې او ویلي یې دي چې د حکومت ځینې پرېکړې او شخصي سیاسي محاسبې د هېواد پر نړیوال دریځ منفي اغېز کړی دی. هغه په ځانګړي ډول د اسرائیل د اړیکو په اړه له متحده ایالاتو او د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره د اړیکو وضعیت ته اشاره کړې او ویلي یې دي چې دا اړیکې له ننګونو سره مخ شوې دي
بینت د اسرائیل د اوسني لومړي وزیر بنيامين نتنياهو پر سیاست هم نیوکه کړې او ویلي یې دي چې د هغه تګلارې نه یوازې د اسرائیل نړیوال اعتبار ته زیان رسولی، بلکې د مهمو نړیوالو متحدینو سره یې د باور فضا هم کمزورې کړې ده
دا څرګندونې په داسې حال کې مطرح کېږي چې د ایران او اسرائیل ترمنځ کړکېچ لا هم د منځني ختیځ له تر ټولو حساسو امنیتي موضوعاتو څخه ګڼل کېږي او د سیمې د راتلونکو بدلونونو په اړه بېلابېل سیاسي بحثونه روان دي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?