بلومبرګ: ایران ته د ستر اقتصادي پرانیستون لاره هوارېږي؛ د سلګونو میلیاردونو ډالرو امتیازاتو خبر ورکړل شو
بلومبرګ: ایران ته د ستر اقتصادي پرانیستون لاره هوارېږي؛ د سلګونو میلیاردونو ډالرو امتیازاتو خبر ورکړل شو
بریانیوز- چهار شنبه ٢۷ جوز ١٤٠٥
بلومبرګ راپور ورکړی چې د امریکا او ایران ترمنځ د احتمالي هوکړې په چوکاټ کې تهران ته پراخ مالي او اقتصادي امتیازات په پام کې نیول شوي، هغه امتیازات چې کولی شي د ایران اقتصاد له کلونو محدودیتونو وروسته له نوې مرحلې سره مخ کړي
د راپور له مخې، په دې هوکړه کې به ایران وکولای شي د خپلو تېلو صادرات زیات کړي، نړیوالو مالي سرچینو ته پراخ لاسرسی ومومي او د بهرنیو بندیزونو له امله کنګل شوې شتمنۍ بېرته ترلاسه کړي. سرچینې وایي، دغه ګامونه د ایران د اقتصادي فعالیتونو د پراختیا لپاره مهم فرصت بلل کېږي
بلومبرګ همداراز لیکلي چې د هوکړې له اعلان وروسته به تهران ته د بېلابېلو اقتصادي او مالي برخو لپاره سمدستي معافیتونه ورکړل شي. راپور زیاتوي چې د هرمز تنګي د عادي سوداګریز او سمندري تګ راتګ بشپړ بېرته فعالول به نږدې دېرش ورځې وخت ونیسي
په راپور کې د ایران لپاره د ۳۰۰ میلیارده ډالرو د پراختیایي بستې د تایید یادونه هم شوې، خو تر اوسه روښانه نه ده چې دغه ستره مالي بسته به په کومو برخو کې ولګول شي او د تمویل سرچینې به یې څه وي
کارپوهان وایي، که دا هوکړه وروستۍ او عملي شي، نو د ایران اقتصادي وضعیت، د انرژۍ نړیوال بازارونه او د سیمې سیاسي او اقتصادي توازن به له مهمو بدلونونو سره مخ شي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1685
-
اخبار افغانستان
796
-
مقاله
438
-
سیاست
127
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl