نثار باز خان: د خېبر پښتونخوا د ولس پیسې چا او ولې اسلاماباد ته وسپارلې؟
بریانیوز- پنجشنبه ٢۸ جوز ١٤٠٥
د عوامي نشنل ګوند مخکښ غړي او د خېبر پښتونخوا د ایالتي اسمبلۍ غړي نثار باز خان د ایالت له پراختیايي بودیجې څخه د ۱۰۹ میلیارده کلدارو د لېږد په اړه سختې نیوکې کړې او له تحریک انصاف ګوند او ایالتي حکومت څخه یې د سپیناوي غوښتنه کړې ده
نوموړي په یوه ویډیویي بیان کې ویلي چې دا ستره مالي اندازه په داسې مهال اسلاماباد ته سپارل شوې چې لا هم پر مرکزي حکومت د خېبر پښتونخوا د زرګونو میلیارده کلدارو حقونه پاتې دي او ایالت له ګڼو اقتصادي، ټولنیزو او پرمختیايي ستونزو سره مخ دی
هغه ویلي چې د خېبر پښتونخوا خلک حق لري پوه شي چې د دوی د پرمختګ او هوساینې لپاره ځانګړې شوې بودیجه د کوم دلیل له مخې بل ځای ته ولېږدول شوه، په داسې حال کې چې د ایالت په بېلابېلو سیمو کې لا هم د سړکونو، روغتیا، زدهکړو او نورو بنسټیزو برخو اړتیاوې نه دي پوره شوې
نثارباز خان ټینګار کړی چې د ولس له پراختیايي بودیجې څخه د دفاعي لګښتونو لپاره د پیسو ورکول د ایالت له خلکو سره بېانصافي ده او دا ډول پرېکړې د خېبر پښتونخوا د پرمختګ پر بهیر منفي اغېز پرېباسي
هغه پوښتنه کړې چې ایالتي حکومت ولې د خېبر پښتونخوا د مالي حقونو د ترلاسه کولو لپاره جدي دریځ خپل نه کړ او ولې یې د ولس د سرچینو د خوندي کولو پر ځای د دغې پرېکړې ملاتړ وکړ
نوموړي ویلي چې ولس د دې موضوع په اړه روښانه او قانع کوونکي ځوابونه غواړي او باید معلومه شي چې دا پرېکړه د چا په غوښتنه، د کومو موخو لپاره او د کومو شرایطو لاندې ترسره شوې ده
د هغه په وینا، د خېبر پښتونخوا د خلکو حقونه او سرچینې باید د هر ډول سیاسي او اداري مصلحتونو څخه پورته وبلل شي او د ولس شتمني باید یوازې د ولس د هوساینې او پرمختګ لپاره وکارول شي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?