news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

خواجه اصف: د خیبر پښتونخوا او بلوچستان د ناامنۍ ریښې په افغانستان کې دي

خواجه اصف: د خیبر پښتونخوا او بلوچستان د ناامنۍ ریښې په افغانستان کې دي

خواجه اصف: د خیبر پښتونخوا او بلوچستان د ناامنۍ ریښې په افغانستان کې دي

بریانیوز- پنجشنبه ٢۸ جوز ١٤٠٥

د پاکستان د دفاع وزیر خواجه آصف ادعا کړې چې د خیبر پښتونخوا او بلوچستان د ناامنۍ اصلي جرړه او سرچینه په افغانستان کې ده او د پاکستان ډېری امنیتي ستونزې له همدې ځایه سرچینه اخلي

نوموړي ویلي چې پاکستان څو ځله هڅه کړې له کابل سره د امنیتي ستونزو د هواري لپاره خبرې او اړیکې ولري، خو د ده په وینا دغو هڅو تر اوسه مطلوبه پایله نه ده لرلې

خواجه اصف زیاته کړې چې د پاکستان حکومت د تاوتریخوالي او ناامنۍ د کمولو لپاره بېلابېلې لارې کارولي، خو لا هم په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې امنیتي پېښې د اندېښنې وړ کچې ته رسېږي

هغه ټینګار کړی چې د دغو ننګونو د حل لپاره اغېزمنو او عملي ګامونو ته اړتیا ده، ځکه د امنیت خرابوالی نه یوازې پر پاکستان، بلکې د ټولې سیمې پر ثبات هم اغېز کوي

د پاکستان د دفاع وزیر دا څرګندونې په داسې وخت کې کړي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د امنیتي همکاریو، سرحدي مسایلو او سیمه‌ییز امنیت په اړه بحثونه لا هم روان دي او دواړه لوري وخت ناوخت یو پر بل نیوکې کوي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto