news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

د طالبانو د اطلاعاتو وزارت نوې غوښتنه: شنونکي دې د جمهوریت پر وړاندې دریځونه او د حکومت لاسته راوړنې بیان کړي

د طالبانو د اطلاعاتو وزارت نوې غوښتنه: شنونکي دې د جمهوریت پر وړاندې دریځونه او د حکومت لاسته راوړنې بیان کړي

د طالبانو د اطلاعاتو وزارت نوې غوښتنه: شنونکي دې د جمهوریت پر وړاندې دریځونه او د حکومت لاسته راوړنې بیان کړي

بریانیوز - چهار شنبه،۷اسد ١٤٠٥

د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال، مهاجر فراهي، له یو شمېر سیاسي شنونکو سره په لیدنه کې غوښتنه کړې چې د رسنیزو بحثونو پر مهال دې د جمهوریت پخوانۍ دوره او په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو حضور تر بحث لاندې ونیسي

د سرچینو په وینا، فراهي له شنونکو غوښتي چې د طالبانو د واکمنۍ د اقتصادي، امنیتي او سیاسي فعالیتونو په اړه خلکو ته معلومات وړاندې کړي او د دوی د حکومت د لاسته راوړنو په اړه بحثونه پراخ کړي

نوموړي ویلي، سیاسي شنونکي باید د عامه پوهاوي په برخه کې خپل رول ولوبوي او د هېواد د روان وضعیت، امنیتي شرایطو او اقتصادي بدلونونو په اړه خپل نظرونه له خلکو سره شریک کړي

د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال همداراز له شنونکو غوښتي چې د پاکستان د سیاستونو په اړه هم بحثونه وکړي او د اسلام‌اباد دریځونه او کړنې د خلکو او نړیوالې ټولنې تر پام ورسوي

تر اوسه د طالبانو حکومت په رسمي ډول د دې ناستې په اړه جزییات نه دي خپاره کړي، خو د سیاسي بحثونو او رسنیزو فعالیتونو موضوع په افغانستان کې لا هم د پام وړ مسئله بلل کېږي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto