news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

کشمير: راولاکوټ بیا د وینو ډګر شو؛ د پاکستاني ځواکونو په تازه ډزو ۱۴ ازادي غوښتونکي لاریونوال وژل شوي

کشمير: راولاکوټ بیا د وینو ډګر شو؛ د پاکستاني ځواکونو په تازه ډزو ۱۴ ازادي غوښتونکي لاریونوال وژل شوي

کشمير: راولاکوټ بیا د وینو ډګر شو؛ د پاکستاني ځواکونو په تازه ډزو ۱۴ ازادي غوښتونکي لاریونوال وژل شوي

بریانیوز - چهار شنبه،۷اسد ١٤٠٥

د پاکستان تر ولکې لاندې کشمیر د راولاکوټ ښار کې له څو میاشتو راهیسې روانې ناکرارۍ لا هم دوام لري، او د راپورونو له مخې، د پاکستاني امنیتي ځواکونو په تازه ډزو کې ۱۴ ځایي لاریونوال وژل شوي دي

راپورونه وایي، دغه کسان د ازادۍ غوښتنې په سوله‌ییز لاریون کې ګډون درلود، چې امنیتي ځواکونو پرې ډزې کړې او مرګ‌ژوبله یې اړولې ده

په راولاکوټ او شاوخوا سیمو کې له څو میاشتو راهیسې زرګونه کسان د سیاسي، اداري او ټاکنیزو اصلاحاتو، او همدارنګه د خپلو حقونو د ترلاسه کولو لپاره اعتراضونه کوي. د دغو لاریونونو پر مهال د تاوتریخوالي او امنیتي نښتو له امله لسګونو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده

تر اوسه پاکستاني چارواکو د دغو تازه مرګ‌ژوبلو په اړه بشپړ جزییات نه دي خپاره کړي، خو سیمه لا هم له سخت امنیتي وضعیت سره مخ ده او د اعتراضونو د پراخېدو احتمال شته

د سیمې وضعیت د بشري حقونو د ملاتړو بنسټونو او نړیوالو څارونکو د اندېښنې وړ ګرځېدلی، چې د تاوتریخوالي د پای ته رسېدو او د سولې له لارې د ستونزو د حل غوښتنه کوي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto